افغانستان

بایډن: امریکا له افغانستانه خپل ټول عسکر باسي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ وری، ۱۴۰۰ل): د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر جوبایډن وايي، له افغانستانه د امریکايي عسکرو راویستل یقیني دي؛ خو د مئ په اوله نیټه کیدای شي ستونزمن وي.

بایډن چې د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته په سپینه ماڼۍ خپله لومړنۍ وینا کوله وویل: «دا پوښتنه باید څوک ونه کړي چې مونږ له افغانستانه وزو او کنه، بلکې دا پوښتنه باید شي چې څه وخت راووزو.»

د دوحې تړون مطابق د مئ میاشتې تر لومړۍ نیټې له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو د ایستلو په هکله نوموړي دا کار له تخنیکي پلوه ستونزمن بللی؛ خو زیاته کړې یې ده چې امریکا په دې هکله له خپلو متحدینو سره په سلا مشورو بوخته ده.

بایډن ټینګار کړی چې له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو راوتل به یو کال نه زیاته موده ونه نیسي، بلکې د روان کال ترپایه ټول امریکايي عسکر خپل هېواد ته راستانه شي.

د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا په ۲۰۲۲ م کال کې به امریکايي عسکر په افغانستان کې پاتې وي، نوموړي ویلي: «زه نه شم کولای دغه حالت وي».

د جنوري په شلمه نیټه د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته سپینه ماڼۍ کې د بایډن دا لومړی رسنیز کانفرانس دی او تمه څرګندیږي چې نوموړی به د افغانستان د مسئلې ترڅنګ د شمالي کوریا، مکسیکو سره د پولې، کرونا وبا او نورو موضوعاتو باندې خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو خبرداری ورکړی، که امریکايي عسکر د مئ میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته هم افغانستان کې پاتې شي، د طالبانو له کلک غبرګون سره به مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

نقض العهود من عادة اليهود د امريكا فاليسي او بهرني سياست اكثره يهود ترتيب كوي د اسلامي امارت مشرانو ته زما له طرفه يو توصيه دي چه آمریکا درسره غدر او چل کوی باید په هر قیمت چه وی د ۱/۵/۲۰۲۱ ثخه وروسته خارجی قوات په مکمل دول د افغانستان اشغال ختم کری زکه دوی چه دا بهانه کوی چه تر مئ میاشت پوری وتل سخت دی نو چه دوی په ۱۴ میاشتو کی اشغال ختم نه که نو باقی ۶ میاشتی یی هم نه ختموی اصلی مقصد ددوی دادی اول د جهاد گرم سنگر ختم کری او همداسی په… نور لوستل »

طوطی

عسکر به وباسی خو په مکمل ډول نه، او سږ کال هم نه.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx