نړۍ

نړیوال دې په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړي ـ راپور

نن ټکی آسیا(سه شنبه، چنګاښ ۲۴مه، ۱۳۹۳): د اسرائیلو جوړول د صهیونیسم د غورځنګ د اوج نقطه ده. د اسرائیلو په جوړښت دوی د پاشل شويو یهودو لپاره یو مالوم ځای پیدا کړ. د آلماني نازیانو په واسطه د یهودانو پراخې وژنې په نړیواله ټولنه فشار راوړ او د دوی د هېواد د جوړښت سبب شو. په دې ډول په ۱۹۴۸ز کال اسرائيل هېواد جوړ شو.
له هماغه وخته اسرائيل د فلسطین په زړه کې راشنه شول او سلګونه زره فلسطینیان يې له خپلې سیمې وشړل. له ۱۹۶۷ز کال نه راپه دې خوا د ختیځ بیت المقدس فلسطین مېشتې مسلمانان د یهودانو ترواک لاندې اوسېږي. پر دې سربېره یهودیانو څو ښارګوټي جوړ کړي دي چې تر څلور سوه زره هم ډېر یهودان پکې اوسېږي. سره له دې چې په دغسې ساحه کې د ښارګوټو جوړول د بین المللي قانون څخه ښکاره سرغړونه ده. خو اسرائیل يې په کیسه کې نه دي.
اسرائیل له څو ورځو راهيسې په غزه باندې هوايي، ځمکني او سمندري بریدونه کوي، چې تر اوسه پکې سلګونه فلسطینیان شهیدان، او سلګونه نور زخمیان شوي دي. چې په شهیدانو او ټپیانو کې ډېر ماشومان او ښځې دي.
ګاردین لیکلي دي چې په غزه باندې د اسرائیلو له حملومؤخه په کشف شوې ګازي ساحه باندې واک پیدا کول دي. او په دې توګه غواړي چې په اشغالي فلسطین کې د انرژي د بحران مخنیوی وکړي. ګاردین د اسرائیلو د جنګ د وزير پخوانۍ ویناته اشاره کوي چې نوموړي په ۲۰۰۰ز کال کې غزې ته څېرمه کشف شوي ګازې زېرمې یادې کړې دي. په دغو زېرمو کې ۱۴۰۰ میلیارده فټه مکعبه ګاز شته، چې په کال کې يې له خرڅلاوه څلور ميليارده ډالره په لاس ورتلای شي.
په غزه باندې د اسرائیلو په وحشي بریدونو کې منع شوې سلاح ګانې هم استعمال شوې دي، په غزه کې د روغتیا وزارت ویاند اشرف قدرت رسنیو ته ويلي دي چې په شهیدانو کې د ډېرو جسدونه یا بشپړ سوځېدلي دي او یا هم سره شیندل شوي دي. چې د منع شویو سلاح ګانو په استعمال دلالت کوي. د ټپیانو په لومړيو معایناتو کې هم دا ښوودل شوي دي چې دلته منع شوې سلاح ګانې استعمال شوې دي. په ۲۰۰۸ز او ۲۰۱۲ز کال کې هم په غزه باندې دوحشي اسرائیلو په بریدونو کې منع شوې سلاح  ګانې استعمال شوې وي. سره له دې چې ددې سلاح ګانو استعمال منع دی، مګر دغه څو ورځې بیا هم همدا سلاح استعمالېږي، خو بیا يې هم نړیواله ټولنه د جګړې د اوربند غږ نه پورته کوي.
له بله پلوه په غزه د بمبارۍ لپاره سلګونه اسرائیلیان د نندارې لپاره د سدورت ښار ته چې غزې ته څېرمه دی راټولېږي او د بم په لوېدو چکچکې کوي. د اسرائیلو له لوري د دې بریدونو اړوند ډنمارکي خبريال آلن سورنس پخپله ټویټر پاڼه کې  ليکلي چې ګڼ شمېر اسرائیليان غزې ته څېرمه ښار سدورت ته راټول شوي دي، چې په غزي د بمونو ننداره وکړي.
ډنمارکی خبريال آلن سورنس لیکي: «د سدورت سینما، دلته د غونډۍ په سر راټول شوي اسرائیلیان چې کله په غزه کې د چاودنې غږ واوري سره چکچکې کړي.»
د اسرائیلو د وحشي بریدونو په اړه یمن، وینزویلا، موریتاني، پاکستان، کویت او بحرین خپل غبرګونونه ښوودلي دي او دغه بریدونه يې محکوم کړي دي. یادو هېوادونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په غزه کې د صهیونیستي بریدونو په اړه د اوربند غوښتنه وکړي.
د ترکيې لومړي وزيرطیب اردګان په یوه روژه ماتي ناسته کې په اسرائیلو غږ وکړ چې دغه بریدونه بند کړي، کنه دوی به ورسره د ټول عمر لپاره هر ډول اړیکې وشلوي.
د روسیې جمهور ریس ولادیمیرپوتین د اسرائیلو لومړي وزير بنیامین نتنیاهو ته په تلیفوني کرښه ویلي دي چې پر غزه دې بریدونه ودروي.
مګر د اسرائیلو لومړی وزير بینیامین نتنیاهو وايي چې د هرچا هیڅ ډول فشار به دوی له خپلو بریدونو منع نه کړي. ويل کېږي هغوی لاسي د فلسطینیانو د ښې ځورونې په مؤخه دغه بریدونه په روژه کې پیل کړل.
له غزې نه پرلپسې د ټولنیزو رسنیو پر مټ ویډيويي کليپونو او انځورونو مسلمان ځوانان سخت غوسه کړي دي، چې د افغانستان په ننګرهار کې د اسرائیلو ضد لاریون هم د فیسبوک پرمټ راټول شوی و. له بله پلوه ویل کېږي چې د حماس ملګرتیا ته د «داعش» سرتېري هم  رسيدلي دي.
تر اوسه په غزه کې ۱۷۵ تنه شهیدان او تر ۱۳۰۰تنه زیات فلسطینیان ژوبل شوي دي.  نږدې لس ورځې کېږي چې لا هم بریدونه روان دي.

مسلمان مېشتي هېوادونه له نړیوالې ټولنې غواړي چې په فلسطین کې دي د اوربند غوښتنه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x