ټکنالوژي

ریل مي په ۱۰۸ میګا پېکسله کامرې سمبال د نړۍ تر ټولو ارزانه موبایل وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۶ وری، ۱۴۰۰ل): په نړۍ کې د موبایل کامرو زیات استعمال په نظر کې نېولو چینایي شرکت «ریل مي» د غوره کامرې سره د نړۍ تر ټولو ارزانه موبایل معرفي کړی دی.

ریل مي شرکت چې په تېره کې یې هم د ځیرک موبایلونو د بیې کچه مناسبه او متوسطه کتل شوې، خو اوس یې په ۱۰۸ میګا پېکسله غوره کامرې سمبال تر ټولو ارازنه موبایل وړاندې کړ.

چینایي شرکت د غوره کامرې موبایل (ریل مي ۸ پرو) په اسیایي هېوادونو کې وړاندې شوی او راتلونکې میاشت به په اروپایي هېوادونو کې هم د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.

Realme 8 Pro Unboxing And First Impressions: Worthy Upgrade? - PhoneRadar

په یاد موبایل کې ۴ کامرې ورکړل شوي چې تر ټولو غوره یې ۱۰۸ میګا پېکسل ده، دغه راز پاتې درې نورې کامرې یې هم د عامو موبایلونو په پرتله د غوره کیفیت دي، چې د سیلفي یا مخې ته کامره یې ۱۶ میګا پېکسله ورکړل شوې ده.

دغه موبایل ۶.۴ انچه ډیسپلی لري، او د سناپ ډراګون ۷۲۰ پراسیسر په کې ځای پر ځای شوی دی، په دوه نسخو کې وړاندې شوی، چې یوه نسخه یې د ۶ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظې سره او دوهمه یې ۸ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظې سره وړاندې شوې دي. په دې کې د میموري کارت لپاره نوې ځانګړتیا هم ځای پرځای شوې ده.

د ریل مي ۸ پرو بیه په هندوستان ک ېد ۱۷۹۹ هندۍ کالدراو څخه پېل کیږي، خو د ریل مي ۸ بیه ۱۴۹۹ هندۍ کالدارې ټاکل شوې ده، خو شونې ده په افغانستان او پاکستان کې یې بیه نسبتا کمه وي.

Realme 8 Pro, Realme 8 First Sale Starts Today at 12 Noon via Flipkart, Realme Website: Price, Specifications

د ۴۵۰۰ ملي امپیره پياوړې بیترۍ لري چې ۵۰ واټه د چارجولو وړتیا لري او په ۱۷ دقیقو کې ۵۰ سلنه بیترۍ ډکولی شي، خو پاتې ۵۰ سلنه به یې ۳۰ دقیقې وخت نیسي. ددې موبایل کولپ یا فنګر پرنټ د سکرین پرمخ ورکړل شوی دی.

د یو شمېر ځانګړتیاو سربېره په ریل مي ۸ پرو موبایل کې یوه خرابي چې اوسمهال ډيره مهمه نه ګڼل کیږي دا ده چې په دې کې د فایو جي ټکنالوژي ملاتړ نه دی ورکړل شوی.

دغه راز یاد شرکت د «ریل مي ۸» ځیرک موبایل هم وړاندې کړی چې د ۴ او ۶ جي بي ریم لري او بیترۍ په کې ۵۰۰۰ ملي امپیره ځای پرځای شوې ده.

د ریل مي وړاندې شوي دواړه موبایلونه په دې کیفیت غوره کامرې سره یوازې د شرکت نه بلکې د نړۍ تر ټولو ارزانه موبایلونه ګڼل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx