افغانستان

موټربم چاودنې په هلمند کې ۱۰ دولتي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۶ وری، ۱۴۰۰ل): د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوې پوستې د موټربم چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۰ عسکر وژل شوي دي.

د ګرشک ولسوال محمداسماعیل خپلواک وايي، دا برید تیره شپه ناوخته ددې ولسوالۍ «مهاجربازار» سیمه کې د ملي اردو پر یوې پوستې د مازدا موټر په واسطه ترسره شوی.

نوموړي که څه هم په دغه چاودنه کې د ۳ عسکرو د ټپي کېدو خبره منلې؛ خو طالب ویاند بیا په دې چاودنه کې د لسو دولتي عسکرو د وژلو خبر ورکړی دی.

طالب ویاند دغه راز ویلي، چې له ویجاړې شوې پوستې څخه ۳ میله وسلې هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تردې وړاندې اعلان کړی وو، چې هره هغه دولتي پوسته او مرکز به د خپلو بریدونو هدف وګرځوي، له کومو ځایونو څخه چې د ولسي خلکو په کورونو او عامه ځایونو توپچي بریدونه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx