
«په اسلام کې د استخباراتو نظام» کتاب يو ځل بيا په پښتو او دري ژبو چاپ شو
نن ټکی اسیا (جمعه، ۶ وری، ۱۴۰۰ل): «په اسلام کې د استخباراتو نظام» کتاب د لوستونکو د بار بار غوښتنې پر اساس يو ځل بيا د پښتو سربېره په دري ژبه هم چاپ شو.
نوموړی کتاب، چې په خپل باب کې بې ساری بلل کيږي، يو ځل مخکې په ۲۰۱۹ کال کې هم چاپ شوی و، خو د ځانګړي اهميت له امله په لنډ وخت کې له کتابخانو خلاص شو او د لوستونکو په بار بار غوښتنه دا کتاب يو ځل بيا په پښتو او دري ژبو چاپ شو.
دا کتاب د هېواد پياوړي عالم، محقق، ليکوال او د دارالعلوم حقانيه مدرسې د سياسي علومولو استاد شيخ عبدالباقي حقاني صاحب ليکلی، چې د جهادي مسير ټولو اړوندو فعالانو لپاره بې ساري ګټور دی او مينهوال کولی شي، چې د استخباراتي معلوماتو، پلانونو او د دښمن له دسيسو څخه د ځان ژغورنې په موخه دا کتاب تر لاسه کړي، په خپله يې هم ولولوي او له نورو ملګرو سره يې هم شريک کړي.
په دې کتاب کې د استخباراتو په اړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم له وخت راهيسې تر اوسني وخت پورې د اسلام په رڼا کې استخباراتي چارې او نظامونه څيړل شوي دي او د اسلامي شريعت له نظره په کې د روا او ناروا جاسوسۍ په اړه موضوعات راغلي دي.
ليکوال تر دې وړاندې هم په اسلامي سياست او ددې سربيره په نورو بيلابيلو موضوعاتو ګڼ کتابونه ليکلي دي چې په کې د اسلام سياسي او اداري نظام، د اسلامي حاکمانو اخلاق او صفات، په اسلام کې د راز ساتنې اهميت او نور کتابونه يې د يادولو وړ دي.
د کتاب موندلو ادرس: رشيديه مکتبه صدف پلازه محله جنګي کيسه خوانۍ پېښور
د اړيکو شمېره: ۰۳۳۲۹۶۰۶۴۷۳
دا کتاب چيرته تر لاسه کړو
د کتاب موندلو ادرس: رشيديه مکتبه صدف پلازه محله جنګي کيسه خوانۍ پېښور
د اړيکو شمېره: ۰۳۳۲۹۶۰۶۴۷۳
د عبیدالله صاحب پوښتنه زه هم کوم چه څرنګه ترلاسه شی
ماته یې ولېږی
واتساف شمېره
00923555978696