ټولنیزه برخه

زرپارې«شلمه برخه»

ليکوال: مفتي محمد تقي عثماني
ژباړن: احمد ګل ریان

هغه ښځه چې د قرآن کريم په آياتونو غږېدله
عبدالله ابن مبارک فرمايي چې يو وخت حج ته لاړم، د سفر په لاره کې مې يوه بوډۍ ښځه وليدله چې د لارې تر څنګ ناسته وه، د اون کالي يې اغوستې و او د اون پړونی يې پر سر و.
ما پرې سلام واچاوه او هغې ځواب راکړ: سَلَامٌ قَوْلًا مِّن رَّبٍّ رَّحِيمٍ (سورة يس ۵۸) (د مهربانه الله تعالی له لوري به پر دوی سلام ويل کېږي)
– الله دې پر تا رحم وکړي، دلته څه کوې؟
– مَن يُضْلِلِ اللَّـهُ فَلَا هَادِيَ لَهُ (سورة الأعراف ۱۸۶) (څوک چې الله تعالی ګمراه کړي، هيڅوک يې لارې ته نه شي راوستلی)

پوه شوم چې لاره يې ورکه کړې ده. ورته ومې ويل: چېرته ځې؟
راته ويې ويل: سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى (سورة الاِسراء ۱) (هغه (ذات) پاک دی چې خپل بنده يې په شپه شپه کې له مسجد حرام (کعبه شريفه) څخه مسجد اقصی (بيت المقدس) ته بوتلو)
وپوهيدم چې حج يې کړی دی او بيت المقدس ته ځي. ومې پوښتله چې له څه وخت راهيسې دلته ناسته يې؟

ويې ويل: ثَلَاثَ لَيَالٍ سَوِيًّا (سورة مريم ۱۰) (پوره درې شپې)
– د خوراک لپاره درسره څه نشته، څه شی خورې؟
– هُوَ يُطْعِمُنِي وَيَسْقِينِ (سورة الشعراء ۷۹) (هغه (الله تعالی) چې په ما خوراک او څښاک کوي)
– اودس په څه شي کوې؟

– فَتَيَمَّمُوا صَعِيدًا طَيِّبًا (سورة النساء ۴۳) (په پاکه خاوره تيمم وکړئ)
– له ما سره خوراک شته، خورې يې؟
– أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ (سورة البقرة ۱۸۷) (روژه تر شپې پورې پوره کړئ)
– اوس خو د روژې مياشت نه ده!
– وَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَإِنَّ اللَّـهَ شَاكِرٌ عَلِيمٌ (سورة البقرة ۱۵۸) (او څوک چې نفلي عبادت وکړي؛ نو بې شکه الله تعالی قدردان (شکر قبلونکی) او ښه خبر دی)
– په سفر کې فرض روژه نه نيول هم روا دی!
– وَأَن تَصُومُوا خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ (سورة البقرة ۱۸۴) (که تاسې په ثواب پوهيږئ، روژه نيول غوره دي)
– ولې زما په څېر خبرې نه کوې؟
– مَّا يَلْفِظُ مِن قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ (سورة ق ۱۸) (انسان چې هره خبره کوي، له ده سره يو حاضر ساتونکی دی)
– د کوم قوم يې؟
– وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ (سورة الاِسراء ۳۶) (او چې په څه نه پوهېږې، د هغه شي پيروي مه کوه)
– بښنه غواړم، غلطي رانه وشوه!
– لَا تَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ يَغْفِرُ اللَّـهُ لَكُمْ (سورة يوسف ۹۲) (نن ورځ پر تاسې هيڅ ملامتي نشته، الله تعالی مو وبښه)
– که دې خوښه وي، زما په اوښه سپره شه او خپلې قافلې پسې ځان ورسوه؟
– وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللَّـهُ (سورة البقره ۱۹۷) (او تاسې چې هره نيکي کوئ، الله تعالی پرې پوهيږي)

خپله اوښه مې چو کړه، خو بوډۍ ښځې په اوښه له سپرېدو مخکې وويل: قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ (سورة النور ۳۰) (مومنانو ته ووايه چې خپلې سترګې دې (له نامحرمو نه) ټيټې ساتي)
خپلې سترګې مې ټيټې ونيولې او ورته کړل مې چې په اوښه سپره شي، خو په اوښه د سپرېدو په وخت کې اوښه پورته شوه، چې له امله يې د بوډۍ ښځې کالي پرې شول، هغې وويل: مَا أَصَابَكُم مِّن مُّصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ (سورة الشوری ۳۰) (تاسې ته چې څه مصيبت هم رسيږي، د هغو کارونو په سبب وي چې تاسې کړي دي)

ورته ومې ويل چې لږ صبر وکړه، تر څو زه اوښه وتړم، بيا به پرې سپره شې.
هغې وويل: فَفَهَّمْنَاهَا سُلَيْمَانَ (سورة الأنبياء ۷۹) (نو موږ سليمان (عليه السلام) ته د (مسئلې حل) وښودلو)

هغه ښځه چې د قرآن کريم په آياتونو غږېدله
اوښه مې وتړله او بوډۍ ښځه په اوښه سپره شوه او دا آيت کريمه يې تلاوت کړ: سُبْحَانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَـذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ (سورة الزخرف ۱۳ او ۱۴) (پاکي ده هغه ذات لره چې موږ ته يې دا (سوارلي) رام (او تابع) کړه او موږ د ده لپاره رام او مسخر کونکې نه وو او بې شکه موږ خپل رب ته خامخا ورتلونکې يو)
د اوښې مهار مې ونيو او روان شوم. ډير تيز روان وم او د اوښې د تيز تګ لپاره مې په اوښه خاص غږونه هم کول. ښځې چې زما دا حالت وليد، ويې ويل: وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِن صَوْتِكَ (سورة لقمان ۱۹) (او په خپل تګ کې ميانه رو اوسه او خپل آواز څه ورو کړه)

ما هم خپل تګ ورو کړ او ځان سره مې څه اشعار ترنم او زمزمه کول، زما د زمزمې او اشعارو په اړه يې وويل: فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ (سورة المزمل ۲۰) (نو تاسې له قرآن کريم څخه چې څومره حصه لوستلی شئ، هغه ولولئ)
ما ورته وويل: ته د الله تعالی له لورې په لويو نېکيو نازول شوې يې.

– وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ (سورة البقرة ۲۶۹) (او يوازې د خالص عقل خاوندان نصيحت اخلي)
څه وخت خاموش روان وم، وروسته مې ترې وپوښتل: خاوند لرې؟
– لَا تَسْأَلُوا عَنْ أَشْيَاءَ إِن تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ (سورة المائده ۱۰۱) (د هغه څه په اړه مه پوښتئ چې که تاسې ته ظاهر او ښکاره شي، (نو) تاسې به خپه کړي)
غلی شوم او تر هغو پورې مې هيڅ خبره ورسره ونکړه چې قافله مو پيدا کوله. يوه قافله په مخه راغله، بوډۍ ته مې وويل: په دې قافله کې ستا څوک شته؟
– الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا (سورة الکهف ۴۶) (مال او زامن د دنيايي ژوند ښکلا ده)
پوه شوم چې قافله کې يې زامن شته، پوښتنه مې ترې وکړه چې په قافله کې يې د زامنو مسؤليت او کار څه دی؟
– وَعَلَامَاتٍ وَبِالنَّجْمِ هُمْ يَهْتَدُونَ (سورة النحل ۱۶) (او علامې (يې مقررې کړې) دي او دوی په ستورو لاره مومي)
وپوهيدم چې زامن يې د قافلې رهبران دي، د دوی خيمې ته مې نژدې کړه او ورته ومې ويل: زوی دې کوم يو دی؟
– وَاتَّخَذَ اللَّـهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلً (سورة النساء ۱۲۵) وَكَلَّمَ اللَّـهُ مُوسَى تَكْلِيمًا (سورة النساء ۱۶۴) يَا يَحْيَى خُذِ الْكِتَابَ بِقُوَّةٍ (سورة مريم ۱۲)
چې دا مې واورېدل؛ نو د ابراهيم، موسی او يحی په نومونو مې غږ وکړ، لږ وخت وروسته مې درې ښايسته ځوانان مخ ته ودرېدل.
چې په خېمه کې کېناستو، بوډۍ ميرمنې خپلو زامنو ته کړل چې:
فَابْعَثُوا أَحَدَكُم بِوَرِقِكُمْ هَـذِهِ إِلَى الْمَدِينَةِ فَلْيَنظُرْ أَيُّهَا أَزْكَى طَعَامًا فَلْيَأْتِكُم بِرِزْقٍ مِّنْهُ (سورة الکهف ۱۹) (نو ستاسې څخه يو تن د سپينو زرو له دې پيسو سره ښار ته وليږئ، هغه دې وګوري چې د دې (ښار) کوم يو کس د خوراک په لحاظ ډير پاکيزه دی؛ نو دی دې تاسې ته له هغه نه خوراک راوړي)
له دې ځوانانو څخه يو ځوان لاړ او خوراکي توکي يې راوړل، خوراک يې زما په مخکې کېښود او بوډۍ ښځې وويل: كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا أَسْلَفْتُمْ فِي الْأَيَّامِ الْخَالِيَةِ (سورة الحاقة ۲۴) (تاسې ښه په مزه خورئ او څښئ، د هغو عملونو په بدل کې چې تاسې په تېرو ورځو کې کړي دي)
نور زما حوصله ختمه وه، ځوانانو ته مې وويل: چې د دې ميرمنې حقيقت مو نه وي راته ښودلی، ستاسې خوراک راباندې حرام دی.
يو ځوان ځواب راکړ: له څلوېښتو کلونو راپه دېخوا زمونږ د مور دا کيفيت دی، له څلوېښتو کولو راهيسې يې د قرآن کريم له آياتونو پرته هيڅ بله جمله نه ده ويلې، او دا يې ځکه پر ځان لازمه کړې ده چې له خولې يې داسې ناجائزه يا نامناسبه خبره ونه وځي، چې الله تعالی پرې ناراضه کيږي.
ورته کړل مې: ذَلِكَ فَضْلُ اللَّـهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ وَاللَّـهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ (سورة الحديد ۲۱) (دا د الله تعالی فضل دی، چا ته يې چې خوښه شي، ورکوي يې او الله تعالی د ډير لوی فضل خاوند دی)
(الابشيهي: المستطرف فی کل فن مستظرف ج: ۱ ص: ۵۶ او ۵۷، عبدالحميد احمد حنفی، مصر ۱۳۶۸ هـ ق)

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx