افغانستان

کندهار کې داسې «مافیا» نیول شوې چې له ارګ سره مستقیمې اړیکې لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۶ وری، ۱۴۰۰ل): دکندهار په ګمرک کې پولیسو د «مافیا» یوه داسې ډله نیولې چې له ارګ سره مستقیمې اړیکې لري او اوس هڅه کیږي چې دغه مفسده کړۍ له بنده خوشې شي.

کندهار میشتي خبریال صدیق الله افغان د موضوع د حساسیت له امله پرته له دې چې د مفسدې کړۍ د غړو نومونه او د نیولو مشخص ځای په ډاګه کړي، په خپلې فیسبوک پاڼې داسې لیکلي:

«کندهار کي د ګمرک هغه مافیا نیول سوې، چي ریښه یې له ارګ سره تړلې ده‌، هره شپه د میلیونو افغانۍ د فساد کار یې مخته وړئ، که مسولینو مقاومت وکړ او دا ‌‌‌‌‌‌ډله یې خوشي نه کړل، ممکن مهم مسولین دندي له لاسه ورکړي.»

د افغان په خبره د فساد پر ضد د مبارزې شعار ورکوونکي تر ټولو لوی «فاسدین» دي، ځکه دده په اند دغه چارواکي په خپله فساد کوي او پرضد یې د مبارزې چیغې هم وهي؛ خو که کوم څوک یې افشاء کړي بیا یې پرضد د دسیسې جوړولو او بدنامولو هڅې کوي.

باید وویل شي چې د کندهار په ګمرک کې له تیرو څو کلونو راهیسې د پراخ فساد خبره کیږي؛ خو په دې وروستیو کې دغه فساد خپل اوج ته رسېدلی، چې له امله یې د بار وړونکو موټرو چلوونکو څو ځله کاربندیز هم کړی، مګر حکومت د سوداګرو او موټر چلوونکو ستونزو د رسیده ګي پرځای له دې پدیدې سره سیاسي چلند کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx