افغانستان

طالبان: که امریکا په ټاکلې نیټې خپل عسکر ونه باسي په وړاندې به یې وسله والې مبارزې ته ادامه ورکړو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۶ وری، ۱۴۰۰ل): طالبان وايي، که امریکايي عسکر په ټاکلې نیټه له افغانستانه ونه وځي، په وړاندې به یې وسله والې مبارزې ته ادامه ورکړي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته استول شوې راغلي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د تیر شل کلن جنګ د پایته رسولو لپاره د دوحې تړون «معقوله» او لنډه لاره ده.

طالبانو دغه راز څرګنده کړې چې د دوحې تړون کلکه ژمنتیا لري او مقابل لوری یې هم یاد تړون ته د ژمن کېدو ترڅنګ د دغه «ستر تاریخي» فرصت ساتلو ته رابللی دی.

په خبرپاڼه کې طالبانو که چیرې د دوحې تړون سره سم ټول بهرني عسکر په ټاکلې نیټه له افغانستانه ونه وځي، نو دا به د امریکايي جهت له لوري د توافقنامې«نقض» وي چې په خبره یې پړه به یې امریکایانو ته راجع کیږي او په نړیواله کچه به یې حیثیت هم زیانمن کیږي.

په ټاکلې نیټه د بهرنیو ځواکونو د نه وتلو په صورت کې طالبانو ددغو ځواکونو په وړاندې د وسله والو مبارزې ددوام خبرداری ورکړی دی:

«په هغه صورت کې به اسلامي امارت د افغان مسلمان، میړني او مجاهد ملت په استازولۍ اړ وي چې د خپل دین او هیواد څخه دفاع وکړي، د اشغالګرو ځواکونو په وړاندې جهاد او مسلحې مبارزې ته دوام ورکړي او خپل هیواد آزاد کړي.»

د خبرپاڼې په یوه برخه کې کې طالبانو څرګنده کړې که چیرې دویم ځلې جګړه پیلیږي نو د تلفاتو او زیانونو مسئولیت به یې هم د «سرغړوونکي» جهت په غاړه وي، ځکه یې په اړونده جهتونو غږ کړی چې تردې زیات باید د افغانستان د خلکو اراده او جدیت نه ازمويي او له عقل او منطق څخه کار واخلي.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن د تیرې شپې څرګندونو ته د طالبانو د غبرګون پاڼې په پای کې یوځل بیا ټینګار شوی چې افغانستان کې د نظام جوړولو حق یوازې د افغان ولس کار دی او نور څوک نه شي کولای چې د خپلې خوښې نظامونه ورباندې وتپي.

‎دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د امریکا ولسمشر جوبایډن د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې له تخنیکي لحاظه دوی نه شي کولای چې د مئ میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې ټول امریکايي عسکر له افغانستانه راوباسي.

له دې سره همهاله د جرمني هېواد پرېکړه کړې چې د راتلونکي ۲۰۲۲م کال تر جنوري میاشتې پورې په افغانستان کې د خپلو عسکرو ماموریت تمدید کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

کفاربيشرمه ،بى وعدى ظالمان داشرفى دخپلوغريبو عوامو دخټوکورونه نړول ښه وينى بيالا وايي 6 مياشتى مى لانورورپريږد

طوطی

کچیری امریکایان ولاړ هم نشی نو دابه یو نمایشی جنګ وی لکه د پخوا شان په کال کی یو یا دوه کسه امریکایان هغه هم په تصادفی توګه وژل کیدل. دا جنګ خو اصلا د افغانانو د وژل کیدو لپاره په لاره اچول شوی چی د آی اس آی لخوا مخی ته وړل کیږی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx