شعـــــرونه

د ورک منزل خوشبو/ انس حقاني

انس حقاني

د مایوسۍ په سیند کې غرق د امید څنډه غواړي
بخته هر څوک دې د شین خال غوندې په ټنډه غواړي

د هجر سرو غرمو وهلی هغه پورې ژڼی
تږی مین دي د وصال د اوبو ډنډه غواړي

هغه پتنګ شي او شهید شي ستا د نور په  ډېوه
څوک چې تر یاره پوري تللې لاره لنډه غواړي

کلیوال دښتو ته د امن استسقاء ته تللي
نور د فتنو هڅه په دې وطن کې شنډه غواړي

د بدبختۍ ټاپه په خپله په خپل بخت ووهي
په چاپلوسي چې له شاهانو څخه ونډه غواړي

ستړیه زړګیه زه د ورک منزل خوشبو حس کوم
له کنډو هغې خواته بریښي یوه منډه غواړي

په کنایو استعارو اشارو نه پوهیږي
انس د غرونو دی،  خبره ښه بربنډه غواړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا هم د زندان له برکته کنه نو د # سړی یی په شاعری څه. کله چی سړی بندی شی، یا مسافر یا یواځی بیا نو همدا شاعری ده چی سړی سره ملګرې کیږی. تنهای انسان ته نه زیبی، صرف یو الله تنها دی او تنها انسان به یا بدبختی ته ور درومی و یا به په ډیپریشن ګرفتاره کیږی. زما ملګری دی چی په زندان کی ورڅخه د قران کریم قاریان جوړ شوی، شاعران او لیکونکی. انس دی غنی ته دعا وکړی کنه نو اوس به لکه # خړ پړ چی ګرځیده. همدا زندان وه چی سړی یی سړی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx