ورزش

کرکټ: انګلستان د هند (۳۳۷) منډو ستر هدف په اسانه بشپړ کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ وری، ۱۴۰۰ل): د انګلستان او هندوستان ترمنځ په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې انګلستان لوبډله وتوانېدله په چټکۍ د سیال لوبډلې ستر هدف بشپړ کړي.

د هند او انګلستان لوبډلو ترمنځ سیالۍ تل په زړه پورې او جالبې وي، چې ترمنځ یې په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې انګلستان د هند ټاکلی ۳۳۷ منډې هدف په ۴۴م اور کې بشپړ کړ.

په یاده لوبه کې پچه انګلستان وګټله او هند ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، هند لوبډلې د ویرات کوهلي نیمه سلیزې، د کی ایل راهول سلیزې، او د ریشاب پانټ چټکې نیمه سلیزې په مرسته په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۳۳۷ منډې هدف وټاکه.

د هدف په تعقیب کې انګلستان د تېر په څېر په زړه پورې او چټک پېل وکړ، چې وروسته د جوني بیرسټو سلیزې او د بین سټوکس چټکو ۹۹ منډو انګلستان ته شپږ اوره وړاندې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو بریا ورکړه.

د انګلستان دوه پېلیز توپ وهونکي (جوني بیرسټو او جیسن روی)، د تل په څېر یو وار بیا د هندوستان پر وړاندې ښه وځلېدل او د ۱۱۰ منډو ملګرتیا یې وکړه، له دې وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې د دواړو ترمنځ ۱۳۵ ملګرتیا جوړه کړې وه، یادو دوه لوبغاړو په نړیوال جام کې هم د هند پر وړاندې ریکارډي ملګرتیا جوړه کړې وه.

بین سټوکس په یاده لوبه کې لومړۍ ۵۰ منډې په ۴۰ توپونو وکړې، خو وروسته ۴۹ منډې يې یوازې په ۱۲ توپونو وکړې، چې بدبختانه د بووینشور کمار په توپ په ۹۹ منډو وسوځېد.

باید وویل شي چې د هند او انګلستان لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه هند د ۶۶ منډو په توپیر ګټلې وه، چې انګلستان د غوره پېل سربېره هم د هند ۳۱۸ منډې هدف بشپړ نشو کړای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx