نړۍ

مصر کې د دوو ريل ګاډو د ټکر له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ وری، ۱۴۰۰ل): عربي رسنۍ وايي، پرون د جمعې په ورځ ناوخته د مصر په جنوب سوهاج ولايت کې د دوو رېل ګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او ۱۰۸ نور ټپيان دي.

د مصر د لومړي وزير دفتر مطبوعاتي مسؤول رسنيو ته ويلي، چې د پېښې لامل د څېړنو لپاره بېړنی کميسيون ټاکل شوی دی.

د رپوټونو له مخې لومړي وزير مصطفی مدبولي او پنځه وزيران د پېښې ځای ته رسېدلي او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي ويلي، چې د پېښې له عاملينو سره به هېڅ ګزاره ونه کړي او د محاسبې لپاره به يې د قانون منګولو ته وسپاري.

د مصر د روغتيا وزارت وايي، په دې پېښه کې تر اوسه ۳۲ کسان وژل شوي او ۱۰۸ نور ټپيان دي او ښايي د مړو کسانو شمېر نور هم زيات شي.

د رېل ګاډي وزارت د پېښې پړه پر نامعلومو کسانو اچولې، چې د بېړني بريک د لګولو له امله دوهم ريل ګاډی پر همدې رېل ليکه راروان و، چې ورسره ټکر شو او ياده مرګ ژوبله رامنځته شوه.

د مصر لويې څارنوالۍ ويلي، د پېښې پلټنې يې پيل کړي دي.

رويټرز خبري اژانس وايي، ريل ګاډی کرار روان و او له همدې امله يوازې دوو کوټو ته زيان اوښتی دی.

د يادونې وړ ده، چې په مصر کې د رېل ګاډي او رېل پټلۍ نظام د نړۍ تر ټولو پخوانی نظام دی او هلته دا ډول پېښې ډېرې کيږي.

څو مياشتې مخکې اسکندريه ښار کې د دوو رېل ګاډو د ټکر له امله ۴۳ کسان وژل شوي وو.

د رسمي شمېرو له مخې په ۲۰۱۷ کال کې د ريل ګاډو د ټکرونو او چپه کېدو پېښو کې ۱۷۹۳ کسان وژل شوي وو.

د مصر په تاريخ کې تر ټولو خونړۍ پېښه په ۲۰۰۲ کال کې شوې وه، چې په روان ريل ګاډي کې د اور لګېدو له امله ۳۰۰ کسان وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx