
امریکایي استخبارات: د بهرنیو ځواکونو په نشتون کې د افغانستان واک د طالبانو لاس ته لوېږي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ وری، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې په بنسټ ټول بهرني ځواکونه باید د می میاشتې تر پیلېدو له افغانستانه ووځي؛ د امریکايي استخباراتو مرکزي ادارې د امریکا ولسمشر ته په سپارلي راپور کې ویلي، چې که امریکایي او ناټو عسکر له افغانستانه راووځي، د طالبانو د واک ساحه به پراخه شي او حکومت به ګڼې سیمې له لاسه ورکړي.
د رويټرز خبري اژانس په حواله، په دې راپور کې راغلي چې که ناټو او امریکایي عسکر د حکومت او طالبانو تر منځ د واک د ویشلو له معاملې وړاندې له افغانستانه راووځي، نو طالبان به په دوو یا دریو کلونو کې د افغانستان زیاته برخه تر واک لاندې راولي او د افغانستان د چارو کنټرول به په لاس کې واخلي.
ورته مهال یوه بل امریکايي چارواکي سرچینې ته ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې به په افغانستان کې داعش او القاعده ډلې نفوذ وکړي او هلته به پښې تم کړي.
سپيني ماڼۍ که څه هم ددې راپور په اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو د امریکایي استخباراتو اندېښنه داسې مهال ده، چې د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې د لاسلیک شوي تړون له مخې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون موده تر دوو میاشتو کمه پاتې ده.
ددې تړون په اساس، ټول بهرني عسکر باید د می میاشتې تر پیلېدو افغانستان پرېږدي؛ خو د امریکا ولسمشر وايي، دځینو تخنیکي ستونزو له امله به په یاده شوې نېټه د ټولو عسکرو ایستل ستونزمن وي، خو هغوی به په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره پاتې نه شي.
بل لور ته طالبانو بیا د یوې اعلامیې له لارې ګواښ کړی، که ټول بهرني پوځيان په ټاکلې نېټه له افغانستانه ونه وځي،په وړاندې به یې تونده جګړه پیل شي چې د ورانیو او تلفاتو د رامنځته کېدو مسئولیت به یې د امریکایي لوري په غاړه وي.
مونږه دتیر کال په اول کی لیکلی وو چه غنی او دهغه اداره باید حالاتو ته وګوری او خپل ضعف ومنی. متاسفانه غنی دټول هغه نبوغ سره چه خارجیانو یی تعریف کاوه دترکستان لیاره انتخاب کړه او دزور لیاره یی خپله کړه او په دی کی یی خپلی هلی ځلی کړندی کړی. هغوی دامریکایی دیموکراتانو په تمه کیناستل. اوس چه دیموکراتان راغلل نو وبه ګورو چه هغوی اوس هم خپل سرټمبه سیاست ته ادامه ورکوی اوکه دمنطق لیاره خپلوی او خپل تلفات او زیان کموی او له افغانستان څخه وزی. که امریکایان لاهم سرټمبه سی نو دغنی مراد به پوره… نور لوستل »
د غني په نبوغ خارجیانو شاهدي ادا کړه. افغانانو ومنل نو ځکه غني باید د پوهي او هوښیاري ګامونه واخلي. که خپله بې عقل وي نو د نورو عقلدارنو مفتي مشورې باید ومني. زه حیران و دې ته یم چي دا خارجیانو ګرسره په ده چي څه لیدلي دي چي دومره ملاتړ یې کوي. او دی د دوئ د مهربانیو څخه دومره لاپرواه دی چي خارجیان ورته وایي چي د می تر میاشتي فرصت لرې، ځان د افغانستان پر مسلمانانو ګران کړه او دی د دې لنډ فرصت په منځ کي هم پر اسلامي شعایرو د ملنډو وهلو نه راګرزي.… نور لوستل »
دا له لمر څخه روښانه ده چې طالبان به واک په لاس کې اخلي،،، ان شاءالله تعالی ،،، دا خو څه پټ شی نه دي چې موندنه ورته ووایو،،، په تېره بیا استخباراتي موندنه،،، دا د ټول افغانستان تمه ده تر څو طالبان کرام د شل کاله قربانیو ثمره د هیواد په ازادی، خپلواکی او په ځان بسیا افغانستان په جوړولو سره تر لاسه کړي،،، دا خبر او موندنه یوازې ګوتشمېر ګوډاګیانو ته خوش آینده نه ده ځکه هغوی امریکایانو دا شل کاله په مال او ډالرو پړسولي او د سولې په راتلو به یو یو خپل حساب ورکوي. ان… نور لوستل »
غوربندیه: ګوړه ګوړه یاده لاندی او باندی خوله به دی خوږه وی. د امارت په وخت طالبانو شمالی ټلواله ونشوکړای چی ماته یی کړی اوس که حکومت د شمالی ټلوالی او دوستم سره یو ځای شی دا حزب اسلامی یی هم ستاسو څه به وکړی. بله خبره: آیا دا جنګ به له کافرو سره وی یا به ته ورته جهاد هم وایی بیا؟ بیا به ټول وایی چی د قدرت تر لاسه کولو لپاره جنګ ګیږی سره. طالبانو په دا اتلسو کالو کی کوم یو ولایت تر لاسه کړ چی لدی ورسته به یی کړی؟ الله مهربانه ذات چی هم… نور لوستل »
طوطي مردارخوره ستا مښوکه په خاورو مښل پکار دي.
ماته ازلي ګمراه ښکارې،،
جهاد روا سوی د ظالم پر ضد دی. کافر هم که ظالم نه وي جهاد ورسره نه دی روا. مسلمان یوازي د تبلیغ او تشویق حق پر لري. او ظالم که کافر وي که مسلمان جهاد پر روا دی. د کابل حکومت او شمالي ټلواله اصلاً یو واحد حکمي شخص دی چي د بهرني ملاتړ په مټ پر افغانانو ظلمونه کوي. دا ځل به د طالب سره د کابل حکومت/شمالي ټلوالي ځپلو په لاره کي د کندهاره تر کندوزه او د پکتیکا څخه تر هراته ټول مومن متدین او حق پلوه افغانان فعاله ونډه واخلي انشاء الله
کفار،دمسلمانانوپرقرآنکریم عمل نکول اودوهابیانواوکادیانیانومذهبواسلام داسی ضعیف کړۍ دۍ چه کفاراسلامی ملکونه ددودپلرومیراث بولی،افغانستان زموږخاوره ده موږیی دحکومتودجوړولومالکان یودکفاروڅه تعلوق دۍ ډیردافسوس ځای دۍ بایدیوه ورځ چه ټوله مروبایدموقع ورنکړوملحد درواغجن فاسد دامریکایانوایجنټ خلیلزاد سره بایدیوه ورځ خبره ونسی الله غیرت اوپرالله توکل خوښوی ذلیله بیرندوکی نه خوښوی راځۍ چه دالله پر کلام عمل وکو.په احترام عیدالواحد اڅګزس
امریکاپه زیرنګی سره د خپلو غلامانو په واسطه مسلسل خپل هدف تر سره کړۍ دی داچی د امریکائي ددیموکراسی بابولانی ئي په کابل کښی هم د خپلو هدفونو تر لاسه کول لپاره مروج کړیدی او کوشش کښی دی چی ددی غولوونکی شعار لاندی خپلو غلامانو ته د زرګری مخالفتونو په وسیله ددیموکراسی لرلو شهرت ورکړی او اوس دا د یموکراسی تظاهری ډنډوری ددوی او طالبانو تر مینځ دومره وسعت پیداکړی چی باالاخیره نه یوازی افغان ملت ددوی حکمرا نی ته باید تسلیم شی بلکه دا منفوری حلقو ته بین المللی شهرت هم ورکړی او څرګنده ئي کړی چی په افغانستان… نور لوستل »
داسی په نره سره مستقلانه خبری کوه. خو داسی یو قوی حکومت ته څه فکر کوې چی د طالبانو په وسیله راتلای شی لکه ملا##، او د قطر نور ملایان چی په خبرو هم نه پوهیږی، لیک او لوست خو پریږده یا د تیر امارت په طالبانو یی راولی چی ټول اسلام یی د ږیری او لونګی پوری خلاصه کړی وه.
دا مظلوم طالبان د امریکا له خوا د سترنج دانو په شان استعمالیږی لکه چی په ۱۹۹۶ کال کښی ئي په فریبی سره ( د مونږ سلاح جمع کولو پروګرام د تنظیمونو څخه ئي دخلیلزاد له خوا ددوی په واسطه شنډ کړ ) ئي د امارت جوړولو موقع ورکړه بیا امریکا د خپل پلان عملی کولو لپاره ئي دا مظلومان ئي ( مظلومان ځکه چی د پنجابی پاکستان قیدانی ملایانو له خوا روزل شوی دی نه د اسلام څخه سم درک لری او هم ئي افغانی غرور ورڅخه اخیستۍ دی ) دوباره پاکستان ته رخصت کړل اوس دا دوه کاله… نور لوستل »
کریم جانه د مقبلو د سحر له خوا سړې سومبکې ستا هیرې شوې دي خو ټول فاسدین اوس امریکایې سړې سومبکې خوري ! یواځې طالبان دي چې امریکایې سومبکې یې په لغته وهلي دي ! همایوني خو خپلې مځکې خرڅې کړې ! دملي اتل لقب يوو غله پنجشیري ته ورکړل شه چې په فرانسه کې هم اوس تجلیلیږي خو د بابا لقب هر زوړ بوډا لري !!
pattang johna ( امریکا پدی لاتین الفاظو نوشتی باندی رحم نه درباندی کوی بل دا د کفارو حروف دی ) لکه چی پنجابیانو نه یوازی د مقبلو بلکه د سهار مروجی سمبوسی ( نه سو مبکی ) کله هیریدای شی ، هغوی خاص خوږلت درلود اما دی خارج کښی تربیه شوو کمونیستانو ، اخوانیانو، طالبانو او عصری تربیه شوو دیموکراتانو په افغان ملت داسی حالت راوست چی ملت د سړو سمبوسو په ارمان کښی دی بالخصوص د همایون وخت ارامتیا او امنیت !!! پتنګ جانه په اسلام کښی ټګماری مردوده دی اما تاسو محترمو په ۱۹۹۶ کال ابتدا کښي د… نور لوستل »
I have been shouting loudly and clearly on Nunn.Asia for the last one year that there was a trap
It is still not late, Talib should stop negotiations and listen to mom and dad
KAGA KHOLA PA SOOK SAMEEGEE
حرامیان کافران هم نوځی او طالبان نور هم جګړی ته هڅه وی. طالبان بیا فکر کوی چی ولا په ریښتیا هم همداسی شی ولی نه. که امریکه ولاړه شی ممکن چی روسان او یا حتی خپله د طالبانو نور باداران د کابل حکومت له پخوا زیاد تقویه کړی ځکه چی په اصطلاح طالبان هیچا ته د منلو وړ کسان ندی.