افغانستان

هلمند: نفوذي برید کې د سنګین امنیه قومندان په ګډون ۱۱ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ وری، ۱۴۰۰ل): امنیتي سرچینې وايي، د طالبانو په یو نفوذي برید کې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ امنیه قومندان په ګډون ۱۱ پولیس وژل شوي دي.

دا پېښه تیره شپه د هلمند ولایت مرکز لښګرګاه اړوند «نهرسراج» سیمه کې رامنځته شوې ده.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، طالبانو تیره شپه د خپل یو نفوذي پولیس په مرسته په نهر سراج سیمه کې د سنګین ولسوالۍ د امنیه قومندان عبدالمحمد سروري په قرارګاه برید کړی، چې په ترڅ کې قومندان سروري او د هغه لس ساتونکي وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، له برید وروسته طالبانو د نوموړي د قرارګاه ټولې وسلې او مهمات له ځانونو سره وړي دي.

دا په روان ۱۴۰۰ لمریز کې لومړی نفوذي برید دی چې دولتي عسکرو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

د تیر۱۳۹۹ل کال په وروستیو درې میاشتو کې د طالبانو لخوا په ورته بریدونو کې دولتي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اووښتې وه.

د ۱۳۹۹ل کال مرغومي میاشتې په ۱۴مه نیټه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو یو نفوذي بریدګر د ځانګړو ځواکونو په عملیاتي برید کې ۹ تنه کمانډو عسکر ووژل او په خپله له وسلو او مهماتو سره طالبانو ته ورغی.

له هغه دوه ورځې وروسته(۱۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل) د غزني ولایت مرکز څلورمې امنیتي حوزې اړوند توحیدآباد سیمه کې یو بل نفوذي پولیس په خپلو برید کې ۷ تنه پولیس ووژل او وروسته طالبانو ته تسلیم شوی ؤ.

ددې ترڅنګ د ۱۳۹۹ل کال مرغومي میاشتې په ۲۷مه نیټه د هرات ولایت په غوریانو ولسوالۍ کې د نفوذي برید پرمهال ۱۳ پولیس وژل شوي وو او نفوذي بریدګر د پوستې له وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوی ؤ.

نفوذي بریدونه د طالبانو هغه جنګي تکتیک دی چې له امله یې هرکال ګڼو دولتي عسکرو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوړي او ترڅنګ د عسکرو ترمنځ د باور او اعتماد فضاء ته سخته صدمه رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x