افغانستان

طالبانو په بغلان کې ۳ تنه غله نیولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ وری، ۱۴۰۰ل): د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې طالبانو ۳ تنه د عامو خلکو د غواګانو د غلا په تور نیولي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره خپاره شوي خبر کې راغلي، چې نیول شوي درې واړه غله(مطیع الله، سمیع الله او نوید) د بغلان ولایت د ده صلاح او بنو ولسوالیو اوسېدونکي دي.

سرچینه زیاتوي، یادو کسانو هڅه کوله چې پلخمري څخه غلا شوې غواګانې د غرونو له لارې دوشي ولسوالۍ ته ولیږدوي، چې په لاره کې د طالبانو لخوا نیول شول.

طالبان وايي، نیول شوي کسان یې محبس ته انتقال کړي او دوسیه یې «شرعي» محکمې ته سپارل شوې ده.

باید وویل شي چې طالبانو په دې وروستیو کې د پلازمینې کابل په شمول یو شمېر ولایاتو کې د غلو او اختطافګرو پرضد ځانګړي قطعات تشکیل کړي، چې په ځینو حساسو سیمو کې یې په لیزري وسلو هم سمبال کړي دي.

یوه میاشت وړاندې هم د کاپیسا ولایت په کوهستان حصه دو ولسوالۍ کې د مسلحو غلاوو د زیاتېدونکو پېښو د مخنیوي او خلکو ته د آرام ژوند برابرولو په خاطر طالبانو په لیزري وسلو سمباله یوه قطعه وګومارله چې له امله یې په یاده ولسوالۍ کې د غلا پېښې په ډراماتیکه توګه راکمې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x