لیکنېنظــر

افغان سوله او د امریکایانو ټال په ټال کېدل!

خيرالله شينواری

د امریکا ولسمشر جو بایډن پخپل لومړني مطبوعاتي کنفرانس کې په روښانه ټکو وویل چې مونږ له افغانستانه وځو اوس سوال دا دی چې څه وخت راووځو، د خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې ايا راتلونکی کال دا وخت به امریکایي پوځیان په افغانستان کې وي؟

جو بایډن وویل چې داسې تصور حتی نلري، د دوحې تړون مطابق باید د امریکایي ځواکونو وتل د مې تر لومړۍ نېټې ترسره شي او افغانستان کې د یوه سیاسي جوړ جاړي لپاره یو توافق رامېنځته شي، په ځواب کې نن طالبانو د یوې اعلامیې په صادرولو سره په صراحت سره وویل چې دوی د دوحې تړون مطابق د امریکایي پوځیانو وتل غواړي او که چېرته امریکا د مې له لومړۍ نېټې ورسته خپل پوځیان په افغانستان کې ساتي نو د تړون د نقض عواقب او پړه به یې هم ددوی په غاړه وي.

امریکایان غواړي چې راتلونکی حکومت د جمهوریت او امارت د لوریو ترمېنځ په مساویانه شکل ووېشل شي تر څو سیاسي جوړجاړی د جمهوریت او امریکایانو په خوښه رامېنځته شي، خو اصلي خبر دا ده چې آیا هغه غوښتنې یا ارمانونه به په پداسې یوه نظام کې تحقق ومومي د کومو لپاره چې افغانانو د یرغلګرو په مقابل کې په تېرو شلو کالو کې بېسارې قریانۍ ورکړي؟؟

آیا هغه ارزښتونه به پداسې یوه ګډوله نظام کې وپالل شي چې د هغې لپاره افغانانو شل کاله په سره اور کې تېر کړل؟ له خپل خواږه ژوند، کور، مال او هال څخه ورته تېر شول خو په ارزښتونو معاملې ته چمتو نشول، اوس داسې ښکاري چې عملاً امریکایان په دوه جبهو کې غواړي چې د خپلو غوښتنو لپاره کار وکړي، یو د سیاسي جوړ جاړي لار او بله د سیاسي جوړ جاړي په وجود یا نه موجودیت کې ددوی له وتلو وروسته د یوه بې ثباته افغانستان تر شا پرېښودل، زما په آند له امریکایانو سره جدي بحثونو ته لا هم اړتیا لیدل کېږي چې د دوحې په تړون سل فیصده عمل وشي، که چیرته امریکا د افغانستان د دائمي ثبات، د افغانستان په کورنیو چارو کې د ځان او د سیمې د مغرضو هیوادونو د نه مداخلې ضمانت ورکوي نو افغانان به هم په ډاډه زړه له خپلې خاورې امریکا او غرب ته د نه تهدید ضمانت ورکړای شي، خو که چېرته امریکا په لوی لاس د فیدرالېزم د لابي او راپورته کولو، جنګسالارانو د سیاسي حمایې، د ملېشو د تمویل، د بندیزونو د ساتلو او انارشۍ لپاره د بستر هوارولو زمینه مساعدوي نو افغانان به هم پداسې یوه ګډوډ حالت کې خپل ضمانتونه یقیني نشي کړلای، امریکا ته پکار ده چې ددوحې د تړون مطابق عمل وکړي او افغانان پرېږدي چې په نوي اسلامي نظام توافق ته سره ورسېږي او افغانستان د یوه قوي، مستحکم او مرکزي نظام خاوند شي تر څو په کور دننه د روانو تهدیدونو او له کوره بهر د نړیوالو تشویشونو ځواب وویلای شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx