اقتصاد

د اقتصاد په نړۍ کې  دیارلس حقیقتونه

ژباړه: احسان الله سعد

لومړی: د اقتصاد لمړی نوم سیاسي اقتصاد وو.

د اقتصاد علم لمړی د سیاست برخه وه، خو په ۲۰ میلادي پېړۍ کې نوي کلاسیکان پدې وتوانېدل چې د دغه دسېپلین نوم د پخواني سیاسي اقتصاد څخه یوازې اقتصاد ته راواړوي، ځکه نويو کلاسیکانو غوښتل چې اقتصاد یو سوچه علم وي.

دوهم: په اقتصاد کې د نوبل جایزه، د نوبل واقعي جایزه نده.

د نوبل جایزه چې په( فزیک، کېميا، فزیولوژي، طب، ادبیات او سوله) کې ګټونکو او وړ کسانو ته ورکول کېږي بنسټ یې د سویډني صنعتکار آلفریډ نوبل لخوا د نولسمې میلادي پېړۍ په نیمایي کې کېښودل شوو؛ خو د اقتصاد په برخه کې دا جایزه د سویډن د مرکزي بانک(Sveriges Riksbank) لخوا په ۱۹۶۸ میلادي کال کې رامېنځ ته شوه چې (د اقتصاد په علم  کې د نوبل په یاد د Sveriges Riksbank جایزه) ورته وایي. د نوبل د کورنۍ غړو د سویډن په مرکزي بانک باندې نیوکې هم کړې دي چې ولې یې دغه جایزه د آزاد بازار طرفدارو اقتصاد پوهانو ته ورکړې، ځکه نوبل د آزاد بازار د نظریاتو مخالف وو.

دریم: داسې یوه واحده تیوري نشته چې د سنګاپور اقتصاد تشریح کړای شي.

کله چې تاسې د سنګاپور په اړه په ایکانومېسټ یا هم وال سټريټ ژورنال کې څه لولئ تاسې به یوازې  آزاد تجارت او بهرنۍ پانګونې  ته د سنګارپور پراخ ښه راغلاست ووینئ، خو هیڅکله به دا و نه لولئ چې په سنګاپوره کې تقریباً ټولې ځمکې د حکومت ملکیت دی همدارنګه ۸۵ سلنه کورنه د دولت لخوا عرضه کېږي، ۲۲ سلنه ناخالص داخلي تولیدات د دولتي تصدیانو په وسیله باندې مېنځ ته راځي( د سنګاپور آیرلاین په شمول)؛ خو په نړیواله سطحه پدې برخه کې اوسط ۹ سلنه ته رسېږي. نو په پایله کې داسې ویلای شو چې داسې یوه واحده تیوري نشته چې د سنګاپوره اقتصادي بریا تشريح کړای شي، دلته د شدید کپیټلېرم او شدید سوسیالېزم له ترکيب څخه استفاده شوې ده یعني په  اقتصاد کې تقریباً ټولې تیوریانې په قسمي توګه په کارل وړل کېږي.

څلورم: بریتانیا او امریکا هسې د آزاد تجارت نارې وهي.

بریتانیا د ۱۸ پېړۍ په ورستیو او د ۱۹ پېړۍ په پیل کې د قدرتمندو اروپایي هیوادونو له جملې څخه هغه هیواد وو چې د داخلي تولیداتو د تقویې لپاره تر ټولو زیات حمایت کولو امریکا هم د بریتانیا څخه په الهام اخستلو سره د داخلي تولیداتو څخه د حمایت پالیسي په کار واچوله الکسانډر هامیلتون د امریکا د خزانې مشر داسې تیوري وړاندې کړه چې د نویو تصدیو څخه باید تر هغې  ملاتړ وشي تر څو په نړیوال مارکېټ کې د سیالي کولو وړتیا ترلاسه کړي، هامیلټون په ۱۸۰۴ کال کې ووژل شو، خو امریکا په ۱۸۲۰ کې حمایوي پالیسي عملي کړه او تر اوسه همدا سیاست په کار وړي.

پینځم: د آزاد تجارت بنسټ لا په آزادي سره نه دی ایښودل شوی.

آزاد تجارت په نړیواله سطحه په نولسمه پېړۍ کې وغوړېد، خو دا غوړېدنه او شروع له آره په خپلواکه توګه نه وه، استعماري هیوادونو به په نیول شويو هیوادونو باندې فشار راوړلو تر څو خپل تجارت په پشپړ ډول آزاد پرېږدي د Gunboat د ديپلوماسي په اساس دوی نا متوازن تړونونه کول چې دا هیوادونه به یې د تعرفې له وضعه کولو څخه محرومول یو له دغو شرمونکو تړونونو څخه د نانکېنګ تړون دی چې  په ۱۸۴۲ کال کې په چین باندې په زور لاسلیک شو؛ خو د تریاکو په جګړه کې باطل شو. مګر د لاتینې امریکا هیوادونه، عثماني خلافت(اوسنۍ ترکیه)، فارس(اوسنی ایران)، سیام ( اوسنی ټایلینډ) او جاپان د دغو تړونونو قرباني شول.

شپږم: بېسمارک یوازيني محافظه کار وو، چې په نړیواله سطحه یې  ټولنیزو خدمتونو ته ځانګړې توجه وکړه.

ډېری خلک وایي چې ټولنیزه رفا د سوشیلېزم نوښت دی؛ خو داسې نده بلکې په نړۍ کې لمړی کس چې د ټولنیزو خدماتو ته یې توجه وکړه هغه بیسمارک(کپیټلېسټ) وو، نوموړی له سوسیالیزم څخه بېزاره وو او خپله یې هم کومه ایډیالوژي نه درلوده، یوازې دومره پوهېدو که چېرې کارګرې طبقې ته حد اقل ټولنیز خدمات برابر نه کړل شي هغوی به د سوسیالیزم تر نفوذ لاندې راشي، نو په همدې خاطر یې ټولنیزو خدمتونو ته ځانګړې پاملرنه کوله.

اووم: پانګوال نظام د ۱۹۵۰ او ۱۹۷۰ کلونو تر مینځ یعني د لوړ مالیاتو او زیاتو قوانینو په وخت کې وو په اوج کې وو.

نن چې د لوړو مالیاتو او زیاتو قوانینو د اقتصادي زیانونو په اړوند څه اورو د دې برعکس په پرمختللو پانګوالو هیوادونو د ۱۹۵۰ او ۱۹۷۰ کلونو تر مینځ زیاته وده وکړه. د بیلګې په توګه په لودېځه اروپا کې کلني سړي سر عاید په حیرانونکي توګه ۴.۱ سلنه زیاتوالی وکړ، جاپان ۸.۱ سلنه چټکه وده وکړه. حتی متحده ایالات چې په هغه وخت کې یې لږترینه وده کړې وه په بې ساري توګه یې د ۲.۵ سلنه کلني سړي سره عاید زیات شوی وو؛ خو کله چې دغه هیوادونو مالیات کم کړل او ډېری قوانین یې له مېنځه یوړل (deregulation) نو د ۱۹۸۰ څخه تر ۲۰۱۰ پورې یې په کلي توګه اقتصادي وده یوازې ۱.۸ سلنې ته ورسېده.

آتم: د امریکا تکنالوژیکي نوښتونه خصوصي تشبثات ندي.

ډیری خلک داسې فکر کوي امریکا چې په تکنالوژي کې مخکښه ده  دا شخصي نوښتونه د دې باعث شوي دي خو داسې نده، د دې ټولو تر شا د امریکا متحده ایالاتو فدرالي دولت قرارلري. د بیلګې په توګه پینتاګون  د کمیپوټر د پرمختګ تمویل کولو، انټرنېټ د پنټاګون د تحقیقاتي څېړنو پایله ده همدارنګه  semiconductor  په اوایلو کې د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو په بودیجه جوړ شو. که د حکومت غیر مستقیمې مرستې نه وای د متحد ایالاتو هوا نوردی خصوصي برخه به داسې نه وای لکه نن چې ده.

نهم: د عوایدونابرابر ویش د مالیاتو له اخستلو او دولتي ورکړو څخه مخکې په آلمان او بیلجیم کې تر متحده ایالاتو ډېر دی.

د مالیاتو او دولتي مرستو څخه مخکې په اروپایي هیوادونو لکه آلمان او بیلجیم کې د عواید نابرابر ویش تر متحده ایالاتو زیات دی، یوازې د مالیاتو او دولتي  مرستو له ورکړې څخه ورسته دوی تر ډېره حده پوري سره برابرېږي. دغه بېلګه څرګندوي چې دا ممکنه ده په یو هیواد کې د مترقي مالیاتو او بلاعوضه مرستو په وسیله نابرابري له مینځه یوسو، دا د هغو خلکو د فکرونو خلاف ده چې وایي د عوایدو او شتمني نابرابري لکه زلزله او طوفان د انسان د کنترول څخه بهر ده.

لسم: فنلنډ په نړۍ د عوایدو برابر ویش لرونکوو هیوادونو څخه وو، خو له امریکا څخه یې چټکه وده وکړه.

نه یوازې دا چې د عوایدو د نابرابر ویش د منفي اقتصادي او اجتماعي زیانونو په اړوند زیات شواهد وجود لري، خو داسې بیا کم لیدل کېږي چې برابري غوښتونکي هیوادونه دې د نابرابري غوښتونکو هیوادونو څخه چټکه وده وکړي. فنلنډ همداسې یو هیواد دی چې هم نابرابري  پکې ډېره کمه( د سوسیالیسم په وخت کې د شوري بلاک له هیوادونو څخه هم نابرابري پکې کمه) وه، خو تر امریکا څخه چټکه وده وکړه.

یولسم: ټنبل یونانیان له جنوبي کوریا وروسته په  شتمنه نړۍ کې له ډېرو کارکوونکو څخه دي.

د یورو په  دومداره بحران کې  یونانیان د مفت خورو او ټنبلانو په نامه مشهوروو؛ خو حقیقت ددې برعکس وو ځکه یونانیان له جنوبي کوریا پرته په نړیواله سطحه زیات ساعتونه کار کولو یونانيان په اصل کې ۱.۴ او ۱.۵ ځله د آلمانیانو او هالنډیانو څخه زیات په کار مصروف دي. اېټالویان د امریکایانو په اندازه او ۱.۲۵ برابره د آلمانیانو کار کړلو او د( مدیترانې  ټنبلان) اصطلاح په وړاندې یې مبارزه وکړه.

دولسم: سویس او سنګاپور یوازې په بانکدارۍ او تورېزم ندي ژوندي.

ډېری خلک داسې فکر کوي چې Post industrial نړۍ ته داخل شوي یو او دلته دشیانو جوړول اصلاً ډېر مهم ندي ځکه خدماتي سکتور د ودې په ماشین باندې بدل شوی دی دوی د خپلې ادعا د ثبوت په پار د سنګاپور او سویس  مثالونه د نمونې په ډول وړاندې کوي او وایي آیا دغه دوو هیوادونه دا نه ده ثابته کړې چې موږ د خدماتو لکه بانکداري، تورېزم او تجارت څخه ثروتمند شو او ډېر ثروتمند شو؟ خو کوم حقیقت چې ارقام څرګندوي د دې برعکس دی، د UNIDO د ارقامو په اساس په ۲۰۰۲ کال کې سویس په نړیواله سطحه لوړ سړي سره تولیدات درلودل ۲۴ سلنه د جاپان څخه زیات لوړ وو، په ۲۰۱۰ کې سنګاپور په لمړۍ درجه وو سړي سره تولید یې ۱۸ سلنه د متحد ایالاتو څخه زیات وو، سویس په دریمه درجه کې وو.

دیارلسم: ډېری غریب وګړي په غریبو هیوادونو کې ژوند نه کوي.

اوس وخت په نړۍ کې شاوخوا ۱.۴ بیلیون وګړي یا په هرو پینځو کې یو کس په ورځني ډول له ۱.۲۵ ډالړو څخه لږ عواید لري، چې دا په نړیواله سطحه د غربت کرښه بلل کېږي(تر دې کرښه لاندې ژوند د چیلنجونو سره مخامخ کېږي)؛ خو ډېری غریب وګړي په غریبو هیوادونو کې نه اوسېږي، تر ۷۰ سلنه زیات وګړي چې په مطلق غربت کې دي په منځني عاید لرونکي هیوادونو کې ژوند کوي. د ۲۰۰۰ م د لمړۍ لسیزې په نیمایي کې د چين هیواد ۱۷۰ میلیون وګړي چې د نفوس ۱۳ سلنه یې کېږي او همدارنکه په هند کې ۴۵۰ میلیون وګړي چې د نفوس ۴۲ سلنه جوړي د غربت د نړیوالې کرښې څخه ښکته سطحه کې ژوندکولو. دا هغه لوی چیلنجونه دي چې دا دوه لوی نفوس لرونکي هیوادونه ورسره لاس او ګریوان دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx