افغانستان

کندهار کې د ارغستان ولسوالۍ پر ودانۍ چاودنې او ډله ییز برید شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ وری، ۱۴۰۰ل): د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د ارغستان ولسوالۍ پر مرکز له دوو چاودنو وروسته ډله ییز برید شوی، چې اوس هم هلته درنه جګړه روانه ده.

د ارغستان ولسوالۍ د امنیت آمر غورځنګ اپریدي د معلوماتو له مخې لومړۍ چاودنه نن سهار ۱۱ بجې د یوه تونل له لارې د امنیه قومندانۍ د ودانۍ لاندې څخه د ځای پرځای کړل شوو بارودي موادو په مټ ترسره شوې.

نوموړی زیاتوي، له لومړۍ چاودنې لږ وروسته د هاموې ټانګ په وسیله بلې چاودنې هم د امنیه قومندانۍ ودانۍ په نښه کړې، چې ورپسې د ولسوالۍ په مرکز او امینه قومندان طالبانو ډله ییز بریدونه پیل کړي دي.

د غورځنګ اپریدي په خبره په دغو دواړو چاودنو او وسله والو بریدونو کې یو شمېر دولتي عسکرو او ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې؛ خو نښته لاهم جریان لري.

له بل پلوه یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې ددغو چاودنو له خاورو خځلو څخه تراوسه ۳ تنه مړي او ۴ ټپيان راویستل شوي، چې ټول نظامیان دي.

سرچینه زیاتوي اوس مهال په سیمه کې د طالبانو د سرې قطعې او کمانډو عسکرو ترمنځ شدیده جګړه روانه ده، چې هوايي ځواک هم د دولتي عسکرو مرستې ته رسېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

تاسی او خدای چی دا جهاد دی، د عامه تاسیساتو ویجاړول، انتحار او وژنه.### ټوله ګټه یی پنجابیاتو رسی. دنیا وال خو ملامت ندی چی وایی: تر هغو چی یو جوړ جاړی نوی شوی باید خارجی عسکر له افغانستان څخه ونوځی کنه نو بیا به ټول وطن وران شی اوس دادی وینو یی چی د یوی ولسوالی نیولو په خاطر هر څه تباه کیږی نو د ارګ او کابل نیولو لپاره به څنګه کابل بیا د مجاهدینو په جنګونو نه بدلیږی. ##### په زور یی په ولاکه ونیسی که امریکه هم ولاړه شی کابل حکومت حتی همدا د تاسو باداران… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx