افغانستانسولې اړوند خبرونه

محب:‌ د طالبانو د پلاوي‌ په کچه د ترکیې ناستې ته استازي لیږو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ وری، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې تمه ده راتلونکې میلادي میاشت د ترکیې په استانبول ښار کې د افغان سولې په تړاو ناسته راوبلل شي، د کابل حکومت د ملي‌ امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» وایي، حکومت په دې ناسته کې ګډون کوي‌ او د طالبانو د پلاوي په کچه ورته استازي لېږي.

محب چې له امنیتي مسئولینو سره په ګډه یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته وینا اوروله وویل، چې حکومت د ترکیې په ناسته کې د ګډون لپاره چمتووالی روان کړی او د طالبانو د پلاوي کچې ته په کتو یادې ناستې ته خپل استازي ورلېږي.

نوموړي وړاندې د طالبانو د مرکچي‌ پلاوي‌ غړي‌ «بې صلاحیته» یاد کړل او ادعاء یې وکړه که د طالبانو د مرکچي پلاوي‌ غړي د ترکیې په ناسته کې ګډون وکړي، نو حکومت به هم د مذاکراتي ټیم غړي ورولېږي.

محب ددې تر څنګ ادعاء وکړه چې دولتي عسکر له ځانه د دفاع وړتیا لري؛ خو په خبره یې، که بهرني‌ ځواکونه ووځي،‌ په افغانستان کې به کورنۍ جګړې رامنځته شي او امنیتي‌ وضعیت به‌ په بې ساري‌ ډ‌ول خراب شي.

د محب پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې تمه ده د اپریل میاشتې په دوران کې د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان د سولې په تړاو ناسته راوبلل شي او د طالبانو او حکومت د استازو تر څنګ د سیمې یو شمېر هیوادونه هم پکې برخه ولري.

دغه ناسته چې د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې د امریکا په وړاندیز جوړېږي، ښايي د افغانستان د سولې په تړاو پکې مهمې پرېکړې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx