افغانستان

خوست: ضربتي عسکرو د ملا امام په ګډون ۱۵ ملکي وګړي شهيدان کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ وری، ۱۴۰۰ل): د خوست ولايت په صبريو ولسوالۍ کې د کمپاين عکسرو له تېرو څو ورځو راهيسې د ملکي خلکو په کورونو چاپې او عمليات پيل کړي دي او تر دا مهاله يې د جومات د ملا امام، ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه ملکي وګړي شهيدان کړي او درې تنه ماشومان يې ټپيان کړي دي.

له سيمې څخه د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې د کمپاين عسکر چې بهرني عسکر يې ملتيا کوي، د صبريو ولسوالۍ مکتب بازار، ابا خېل، رحيم کلي او زمبر سيمو کې يې يادو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په دغه چاپه کې د ملکي خلکو کورونه هم نړېدلي دي او د قاري محمدي خان په نامه د جومات ملا امام او اووه تنه مقتديان يې هم شهيدان کړي دي.

همدا راز د ډاکټر داود په نامه د سيمې يو اوسېدونکي کور هم د هاوان په مرميو نړول شوی دی چې په نتيجه کې يې ددې کور اووه غړي وژل شوي دي چې جسدونه يې لاهم تر خاورو لاندې دي؛ ځکه چې د کمپاين عسکر سيمې ته خلک د ژغورنې لپاره نه ورپرېږدي.

د صبريو ولسوالۍ د ګلدار کلي يو تن اوسېدونکي نن ټکي اسيا ته ويلي دي چې د کمپاين له عسکرو سره بهرني عسکر هم ملګري دي او کور په کور تالاشي کوي.

بايد وويل شي چې په خوست ولایت کې ضربتي عسکر چې د امريکايانو ځانګړې مليشې دي، په دې ولايت کې تر دې وړاندې يې هم د سيمې علمي، مسلکي او د ټولنې بارسوخه خلک ترور کړي دي.

د يو بل خبر له مخې نن مازيګر د ميدان وردګ ولايت سيد اباد ولسوالۍ اړوند سالارو په سيمه کې هم د اردو عسکرو په عامو خلکو ډزې کړي دي چې په نتيجه کې يې يو تن ملکي وګړی وژل شوی او يو بل ټپي دی.۲ص

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

##ملا امام همداسی وی. خو اوس هر څوک چی دی مړ شوی الله د ورته مغفرت وکړی. خلک له دواړو څخه ناراضه دی هم یی حکومت وژنی او هم په نوم طالبان.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x