لیکنېنظــر

مونږ جګړه ګټلاى شو، خو سياست نه!

عبدالوحيد وحيد

ایا مونږ په رښتيا سوله غواړو او که د سولې تر عنوان لاندې واک؟ ايا مونږ په رښتیا د ولسواکۍ پلويان يو، که د ولسواکۍ په نوم ځانواکي؟ ايا زمونږ سياسي مشران رښتيا هم ملي اجندا لري که د ملي اجندا تر شا شخصي ګټې لټوي؟ ايا مونږ ته د تيرو دوو لسیزو لاسته راوړنې رښتيا اهميت لري او که دا خبره يوازې په واک کې د پاتې کېدو بانه ده؟ ايا مونږ رښتيا په خپله د خپلو ستونزو د حل وړتیا لرو که دغه خبره مو تش شعار ده؟ ايا زمونږ ظاهري خبرې شعارونه او احساساتي ويناوې رښتيا هم زمونږ د موخو هنداره دي او که اصلي خبره بل څه ده؟

د “رښتيا” ټکي تر شا هغه حقیقتونه پراته دي چې زمونږ سیاسي مشران ورته په ريښتينې توګه د ژمنتیا احساس هم نلري. سولې ته د رسیدو لپاره د سولې بنسټیزو موخو او ارزښتونو ته  پياوړی تعهد درلودل اساسي شرط ګڼل کېږي. هغه تعهد چې زمونږ مشران يې نلري. د ملت له خيټې څخه راپورته شوې ملي مشران نلرو. چا  د دين، چا د ديموکراسي، چا د هېواد،  چا د ژبې، چا د قوم او سمت تر چتر لاندې لاندې شخصي دوکانونه پرانستي دي. مونږ په ملي کچه يوه ستر بدلون ته اړتیا لرو.

د ژور تأسف ځاى دى  چې مونږ د نړۍ په کچه د علم او ټيکنالوژي په برخه کې له پرمختګونو سره سره له نړيوالو سره د سيالي او اوږه په اوږه د تلو وړتیا نلرو. يو وخت به علم د مؤمن ميراث ګڼل کيده، مګر اوس دغه ميراث له مونږ څخه نورو خلکو خپل کړى دى. مونږ د علم فن او معلوماتي تيکنالوژي په برخه کې پاتي يو.

شک نشته چې طالبان د افغاني ټولنې د ټولنيز وجود خورا مهمه برخه ده او له هغوى پرته زمونږ ټولنيز وجود نيمګړۍ دى. هغوى هم لکه بل هر افغان د هيواد او ولس د راتلونکي په هکله په پریکړو کې برخه اخیستى شي، نيوکې کولاى شي اندېښنې څرګندولای شي او په ملي کچه په سياسي بدلونونو کې شريک ګرزيداى شي.

د ديموکراس چيغې وهونکي هغه سهوې باید ومني چې د امريکا لخوا د طالبانو د اسلامي امارت له نسکورېدو وروسته د امريکا او د امريکا ملګرو افغانانو لخوا له طالبانو سره سخت ظلمونه وشول. د دې پرځاى چې د بن په غونډه کې ورته د ګډون دعوت ورکړل شوی واى، غږ او غوښتنې يې اوريدل شوې وای، له هر ډول دښمنانه نظامي تحرکاتو پرته په خپلو کورونو کې د امریکايانو او حکومتي چارواکو لخوا ونيول شول، ووژل شول، وځورول شول، له هيواد څخه وشړل شول او يا هم امریکا ته د څو پيسو په مقابل کې وسپارل شول. دغه ډول وحشتونه په هره ټولنه کې غبرګون زيږوي او زمونږ په ټولنه کې يې جګړې وزيږولې. ښه بيلګه يې په مسکو کې د ملا فاضل لخوا د دوستم توهين وه او دغه خواشينونکې صحنه د دوستم د هغه مهال ناوړه چلند غبرګون وه چې ملا فاضل امریکا ته د نه سپارلو له ژمنو وروسته دوستم ته تسلیم شو خو د ژمنې خلاف امریکا ته وسپارل شو.

مونږ باید ومنو چې مونږ سنجيده مشران نه لرو، مونږ اوږدمهاله اړتیاوې، ګواښونه، نيمګړتياوې، ستونزې او ګټې نشو ارزولاى. په لوړو زده کړو سمبال مشران مو هم احساساتي خبرې او جزباتي پريکړې کوى. مونږ د راتلونکي ترينګلي سياسي امنیتي او اقتصادي وضعیت د ارزونې لپاره ژورليد نلرو. مونږ بالفعل ګواښ سره د مخ کيدو همت لرو، خو د بالقوه ګواښونو په درک او مديريت کې پاتې راځو. اى کاش چې د جمهوريت مشرانو د امارت له مشرانو سره له تاوتریخوالي څخه د ډک پخواني چلن اوسني زيانونه شل کاله وړاندې ارزولي واى، نو اوس به مو له شته ستونځو سره لاس او پنجه نه نرمولاى.

په هر حال اوس خبره تر دغې کچې راورسېده چې طالبانو جګړه وکړه او مقاومت يې وکړ. د امریکا په شان ستر ځواکمن هيواد يې دې ته اړ ايسته چې له دغې ډلې سره د جګړې پر ځاى مذاکراتو ته لاړ شي.
د خبرو او بالاخره د خپلو نيرنګي وړتیاو او د لوړې کچې انعطاف په کارولو يې وکړاى شو چې له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړي او د خپلو تلفاتو کچه صفر ته راښکته کړه. همدغه شان انعطاف او تنزل د يوه بريالي ملت د ځواکمنتیا نښه او خپلو ملي ګټو لپاره يې ترسره کول فضاحت نه بلکې وياړ دی.

پوښتنه داده چې که طالبان له امريکا سره سوله کولاى شي، نو ولې دغه کار له افغانانو سره نشي کولاى؟

که امریکا له دومره فرعوني مزاج سره سره له طالبانو سره سوله وکړه، نو افغان حکومت باندې څه شوي چې له طالبانو سره سوله نشي کولاى؟

نن لږ شان د سر د خوندیتوب په هيله له طالبانو سره د زړه خواله کوم.
منم چې طالبانو  سينې سپر کړې، د ګوانتنامو تعذيب خونې او د نورو هيوادونو ځورول او کړاوونه يې وزغمل. د جګړې په ډګر کې يې لاس ته راوړنې خپلې کړې، خو د هغوى سياسي وړتیاوې ټکنۍ دي، د خپلو ځوانانو په فکري روزنه کې نيمګړتياوې لري. که اوسنيو سهوو ته دوام ورکړي، نو به يقيناً د سياست په ډګر کې لاس ته راوړنې ونلري. دا نيمګړتياوې يوازې د طالبانو نه، بلکې مونږ ټول افغانان په مسلسله او متواتره توګه له تيرو څو لسيزو راهيسې ورسره لاس او ګریوان يو.

طالبان اوس هم احساساتي فکر کوي چې ناټو يې ماته کړه، امريکا يې په ګونډو کړه، په ټرمپ باندې تليفون کاټ کوي او کله چې د طالبانو پلاوى د مذاکراتو خونې ته راځي نو امريکايان ورته د احترام په توګه ولاړيږي وغېره وغيره. دا هغه فکر ده چې ديرش کاله وړاندې مجاهدینو هم کاوه. مونږ هيڅ وخت په جګړه کې نه يو مات شوي، خو د سياست په پيچلي ډګر کې مو کله هم بريا نه ده ترلاسه کړې. هر وخت زمونږ د سرښندنو کريډيټ بل چا اخيستى دى.

طالبانو ته د حکومت په ليکو کې د شته پراخ هر ډول فساد او بې عدالتۍ له امله د ناهيلي شوي ملت د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره خورا ستر فرصتونه شتون لري، خو هغوى د حکومتي اړخ له همدغه تشو څخه د ګټې اخیستنې لپاره هيڅ ګام نه دی پورته کړى. د بې باورۍ په رنځ اخته دي. فکر کوي چې ټول مخالفين د هغوى په ليکو کې د اختلاف اچولو هڅه کوي خو واقعيت دادی چې په طالبانو کې درزونه او اختلافات زمونږ ولس او هيواد ته يقيناً زيان اړوي. له امريکا سره په سوله کولو او له افغانانو سره په جګړه کولو باندې يې د افغانانو په باور خاورې واړولې.

له سولې څخه د حکومت په شان هغوى هم ابزاري ګټه اخلي. مجهول او مبهم دريځ يې خپل کړی دی. د راتلونکي مۍ مياشت له پيل وړاندې د امریکا وتلو ته د انتظار او له هغه وروسته د جګړو  له لارې د برياو ترلاسه کولو هڅه کوي.

کيداى شي طالبانو ته د کابل او ارګ نيول شونی کار وي، مګر بشپړ باور لرم چې د کابل امنيت خوندي کول خورا ګران کار او د طالبانو د وس خبره نه ده.

مشوره مو ورته داده چې د کابل د نيولو او د واک د انحصار فکر پريږدي. سولې ته لاره هواره کړي. څرګند دريځ غوره کړئ. غوښتنې مو مشخصې او مقابل لوري ته د ميز په سر کيږدئ. د افغانستان خلک اوس نسبتاً د شل کاله وړاندې په پرتله له خورا لوړ سياسي شعور څخه برخمن دي. که طالبان واک هم غواړي، حق يې دی، خو د زور او جګړې له لارې نه، بلکې د ازادو او عادلانه ټاکنو له لارې يې ترلاسه کولاى شي. د اسلامي نظام قيام لپاره بايد مبارزه وکړي. ولس يې د واقعي اسلامي نظام مخالفت قطعاً نه کوي او دغه کار به د هغوى د متين عزم او پياوړې ارادې ممثل هم وي. البته که د خپل ولس سيمې او نړۍ په کچه حساسیتونه او نزاکتونه په نظر کې له نيولو پرته غواړي خپل له لاسه وتلی امارت اسلامي بيا قائم کړي، دا به داسې هغه سهوه وي چې جبران کول به يې ناشوني وي.

د طالبانو دغه منطق قياس مع الفارق ښکاريږي چې هغوى لکه څنګه چې د جګړې په ډګر کې بريالي دي، نو په سياست کې به هم بريا ومومي. باید ومنو چې مونږ ټول په ځانګړي ډول طالبان په سياسي لوبه کې مهارت نه لري. که کفارو اسلام ته د زيان رسولو هڅه وکړه، نو د اسلام په نوم افراطي ذهنيت هم په مختلفو ډولونو زمونږ مقدسات بدنام کړل.

راځئ! په خپلو منځو کې پر يو بل رحم وکړو. د الله دين ته د دعوت لپاره موعظه حسنه او حکمت وکاروو، تر هرچا وړاندې له خپلو هيوادوالو سره مشترکات ولټوو او د مشترکاتو پربنسټ ورسره سوله وکړو. مونږ هر پردى له هيواد څخه شړلی شو، خو  د هيڅ افغان د شړلو حق نلرو.

د هغو خلکو له ناکامۍ څخه باید زده کړه وکړو چا چې په طالبانو پسې توره راواخيسته او له هيواد څخه يې شړلو ته اړ ايستل، د حذف نفې او شړلو ستراتیژي اوس ناکاره شوې او له وخت څخه تېره ده.

والسلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

د محترم او ګران ورور ښاغلي عبدالوحید وحید دغه تحلیل، غوښتنې او وړاندیزونه د میلیونونو مخلصو او بې پرې افغانانو تحلیل، غوښتنې او وړاندیزونه دي الله دې ورته په علمي او سیاسي پوهه کې لابرکت واچوي.

عبدالواحد اڅګزۍ

دقرآن پرامرحکومت جوړول وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ.سوره الشورا – ۳۸    معنی:اوکم خلک چه حکم منی دخپل رب اوقایموی لمونخ اوددوی کاروی مشوره کول پخپل منځ کښی اوله هغه څه نه چه ورکړی دی موږدوی ته خرچ کوی. موږدقرآنکریم وعظمت ته قایل یولاکن دخپلومسایلودحل دپاره دده ورهنمایی ته حاضرنه یوهمدغه زموږدناکامۍ علت دۍ،سیدجمال الدین افغانی فرمایی:مسلمانان ناجوړه دی تداوی یی په قرآنکریم کی ده ولی په تعبیرکی غورپکاردۍ،په ژوند کی ناکامی لویه ګناه ده ولی موږبایدپوه سو چه موږیوشۍ یونه هرشۍ. طالبانودقرآنکریم تنهادجهادپرحکم عمل وکۍ نوردوی له قرآنه ناخبره دی که یی ددغه پورته آیات اونورواحکاموپابندی… نور لوستل »

طوطی

اڅکزی ته: یار ته خو ما اوس درک کړی. نور تا سره ملګرتیا پکار ده. کور دی آباد ډیری په ځای با منطقه، او له محتوی ډکی خبری د علم پر بنیاد تبصره دی لیکلی. موفقه اوسه ورور.

غ.حضرت

د محترم ورور وحید د لیکنی د ځینو یا ډیرو برخو د تائید په ترڅ کی، د بوډاګانو خبره تاسی ته دی وَوَیله سی چی: د بیطرف او عام اکثریت وولس په اذهانو کی هم د امریکائیانو د استعماری سیاستونو په هکله او هم د وسله والو مخالفینو او هم حتی په حکومت کی د ځینو یا ډیرو کړیانو او حلقو د افکارو او کړنو په هکله ډیری ژوری او درنې پوښتنی زېږېدلی دی چی جواب به ئې درو واړو خواوو ته ډیر سخت وی. امّا مهم او د پام وړ ټکی: ۱ – هم څو ویشت کاله مخکی د… نور لوستل »

ګل احمد

د کابل اوسنۍ حکومتي دستګاه د ولس مشر او معینانو څخه نیولې بیا تر جنرالانو او مرکزي رئیسانو پوري او حتا د وزارتونو او مرکزي ادارو د مامورینو پوري ټوله فاسده ده. په ملي کچه روان فساد او جنایتونه یوازي و کابل رژیم د ولس مشر او د هغه درو جوکرانو مرستیالانو د وس کار نه دی، د پخوانیو ټیکنوکراټانو او جنرالانو بشپړي کورنیاني پکښي شریکي دي. په هیواد کي سیاسي اصلاحاتو یوازینۍ لار هم دا ده چي د کابل د مرکزي ادارې ټول اجزاء تعویض سي. که طالبان واک ته رسیږي او که بل څوک زاړه کثافات پاکیدل ځني… نور لوستل »

رشیدالله همدرد

په اوس وخت کې چې تر ټولو ډېر مهم دي د افغانانو ترمنځ یووالی، د یو بل منل او سوله ده

طاهر ثابت

دا خبره څلویښت کاله مخ کی شریعتی کړی وه. داروپایی استعمار نه وروسته نوی آزاد سوی دولتونه د هغه کسانو په لاس ولویدل چه استعمار ته تابع وو. په دی کی یوازی ایران کامیاب سو چه داروپایی استعمار وروسته مصدق راغی او بیا امریکایی استعمار له مینځه یووړ. دامریکایی استعمار نه آزادی مسلمانانو ترلاسه کړه.

طوطی

نن می یو کلپ د چا په فیسبوک کی ولید چی یوه ملا صیب تبر راخیستی او تلویزیون ماته وی. له هر ګذار سره وایی الله اکبر، الله اکبر. بیا وایی چی د قرآن اوریدل هم له تلویزیون څخه جواز نلری….او د هر چا په کور کی چی تلویزیون هغوی کافران دی. ښه می په یاد ده چی په شمشتو کی یوه کور څخه تلویزیون ښکاره شو او د کور خاوند چی د حزب اسلامی په ښاروالی کی یی وظیفه درلوده برطرفه شو. اوس راسی وګوری چی د حکمتیار صیب د لمسی سالګره په کوم لحاظ سره نیول کیږی.

احمد

عبدالوحید وحید صاحب کور دې ودان ډیر ښکلی نظر ښکلې څیړنه او په زړه پورې لیکنه ده په عمر او پوهې دې برکت شه .

الحاج استاذ بیانزی

وحید صاحب ډیر همدا خبره کوی چه مونږ نظامی کی پیاوړی مګر سیاست کی نیمګړی یو، د هر چا دی نظر ته درناوی لرو مګر توافق ورسره نه لرو. نظامی خو تاسی او هر څوک حتی امریکایان او اروپایان هم وایی چه طالبانو ګټلی ، مګر د سیاست ډګر کی خو تر اوسه خبره خلاصه نه ده تاسی څرنګه وایاست چه د سیاست میدان کی بایلونکی یو، نه هیڅکله نه، تر اوسه اخری نتیجه نده ترلاسه شوی . مګر د تعاملاتو له مخی د امریکایانو سره یی دوحه کی توافق لاسلیک کړو چه ۱۴ میاشتو کی به اشغلګر وځی یوه… نور لوستل »

Back to top button
10
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx