شعـــــرونه

د ستړي ژوند کيسه/ حيدري

محمد اغا حيدري

درته کیسه کوم د ستړي ژوند درېږې که نه؟
را سره یو ځای په زړګي کې مې اوسېږې که نه؟

ما په سرو وینو د وجود درته مرهم راوړی
ناسوره زخمه راته ووایه جوړیږې که نه؟

له عاجزۍ نه مې لاسونو کې ګلان راوړي
زما د کلونو مروره پخلا کېږې که نه؟

ډېرې ځوانۍ مو لولپه کړې په اورونو باندې
ای زما ګران افغانستانه ازادېږې که نه؟

د جنګ بارودو مو له کلي نه ښکلاوې وړي
د سوکالۍ نری شماله را لږېږې که نه؟

ای د ملت قاتله تا سره حساب لرمه!
ددې لپاره به له ما سره مخ کېږې که نه؟

تاخو ویل چې دې کومه په مړوند خوبونه
په خړو خاورو کې اوس ماسره بیدېږې که نه؟

کلونه وشول حیدري! له انتظاره مرمه
خیر دی له ماسره یو ځلې ملاوېږې که نه؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx