افغانستانسولې اړوند خبرونه

زلمي خلیلزاد «د سولې هڅو د چټکولو» په موخه سیمې ته سفر پیل کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ وری، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د افغان سولې د هڅو په لړ کې ترکیې او سیمې ته تازه سفر پیل کړی دی.

د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیلزاد به د خپل سفر په لړ کې د افغان سولې او په افغانستان کې د کړکېچ د حل کولو لپاره د روانو هڅو د چټکتیا هڅه وکړي او دواړه لوري به تشویق کړي تر څو د سولې مذاکرات چټک کړي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې خلیلزاد به دواړه لوري د سولې داسې مذاکراتو چې په اوربند او عادلانه سوله پای ته رسېږي؛ تشویق کړي.

ترکیې ته د زلمي خلیلزاد سفر  داسې  مهال دی، چې تمه ده راتلونکې میلادي میاشت د یاد هیواد په استانبول ښار کې د افغان سولې په تړاو ناسته راوبلل شي.

دغه ناسته چې د امریکا په وړاندیز او د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ جوړېږي، د طالبانو او حکومت د استازو تر څنګ د سیمې یو شمېر هیوادونه هم پکې برخه اخلي.

د کابل حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار نن یوې خبري ناستې ته وویل، چې حکومت په دې ناسته کې ګډون کوي او طالبان که د هرې کچې استازي دې ناستې ته ولېږي، حکومت به هم په ورته کچه پلاوی ترکیې ته ولېږي.

ورته مهال د دوحې تړون په اساس د امریکایي ځواکونه د ایستلو او یا هم د یاد هیواد د پوځي حضور د دوام په برخه کې د امریکا مبهم دریځ د سولې خبرې له ستونزو سره مخ کړې دي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «جوبایډن» وړمه ورځ وویل، چې له توافقنامې سره سم د می په اوله به د ټولو عسکرو ایستل ستونزمن وي؛ خو امریکایي پوځيان به تر ډېره په افغانستان کې پاتې نشي.

ورته مهال طالبانو بیا د یوې اعلامیې له لارې ګواښ کړی، که امریکایي پوځیان تر  ټاکلې مودې زیات په افغانستان کې پاتې شي، په وړاندې به یې تونده جګړه پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx