ټولنیزه برخه

زرپارې «يوويشتمه برخه»

ليکوال: مفتي محمد تقي عثماني
ژباړه: احمد ګل ريان

اين خانه همه آفتاب است
مالک الدار رحمه الله وايي چې عمر رضی الله عنه څلور سوه ديناره په کڅوړه کې واچول او غلام ته يې کړل چې ابو عبيده بن جراح رضی الله عنه ته يې ورکړي، غلام ته يې وويل چې لږ ورته انتظار شه او معلومه کړه چې په دې دينارونو څه کوي او بيا ما ته حال ووايه.

غلام د دينارونو کڅوړه ابو عبيده رضی الله عنه ته ورکړه او ورته ويې ويل چې اميرالمؤمنين ويل چې «دا دينارونه په خپلو اړتياوو مصرف کړه.»

ابو عبيده رضی الله عنه عمر رضی الله ته دعا وکړه چې الله تعالی دې ښه بدل ورکړي او الله تعالی دې پرې رحمت وکړي او بيا يې خپله مينځه راوغوښتله او ورته ويې ويل چې اوو دينارونه فلان ته، پنځه فلان ته او پنځه فلان ته ورکړه، آن تر دې چې ټول څلور سوه دينارونه يې نورو خلکو ته وليږل.

غلام چې عمر رضی الله عنه ته کيسه واوروله، عمر رضی الله عنه يوه بله کڅوړه ورکړه او ورته ويې ويل چې معاذ بن جبل رضی الله عنه ته يې ورکړي او هغه چې څه پرې کوي، حال يې ورته ووايي.

غلام معاذ رضی الله عنه ته ورغی او ورته ويې ويل چې اميرالمؤمنين ويل چې «دا دينارونه ستا د ضرورتونو لپاره دي.»

معاذ رضی الله عنه کڅوړه ترې واخيسته او عمر رضی الله عنه ته يې دعا وکړه چې الله تعالی دي نيکه بدله ورکړي او الله تعالی دې پرې رحمت نازل کړي او بيا يې مينځه وغوښته او ورته ويې ويل چې دومره دينارونه فلان کور ته، دومره فلان او فلان ته ورکړه.

په دې وخت کې د معاذ رضی الله عنه بي بي د پردې تر شا غږ وکړ چې: په خدای چې موږ هم اړ خلک يو، موږ ته هم څه راکړه.

معاذ رضی الله عنه چې کڅوړه وڅنډله، يوازې دوه ديناره پکې پاتې وو، هغه يې خپلې بي بي ته ورکړل.

غلام چې عمر رضی الله عنه ته دا کيسه وکړه، عمر رضی الله عنه ډير خوشحاله شو او ويې ويل: دا ټول خلک سره وروڼه دي، يو د بل برابر دی. (المنذري رحمه الله: الترغيب والترهيب ج: ۲ ص: ۴۱ او ۴۲، ادارة الطباعة المنيرية، مصر، د طبراني في الکبير په حواله)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx