ورزش

حمید حسن: غواړم تر درې نورو کلونو هم ملي لوبډله کې ولوبیږم

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ وری، ۱۴۰۰ل): وروسته له هغې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په تېرو څو کلونو کې د ټيسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزو سیالیو لپاره ځانګړي چټک توپ اچونکي ونه موندل، حمید حسن وایي یو وار بیا ملي لوبډلې ته راګرځي.

حمید حسن د ملي لوبډلې یو له غوره چټک توپ اچونکو څخه دی چې د ملي لوبډلې په استازیتوب یې یو شمېر لاسته راوړنې ترلاسه کړي دي، او تر دې دمه د افغانستان کرکټ بورډ نه دی توانېدلی د نوموړي ځانګړی بدیل ومومي.

۳۳ کلن حمید حسن په کابل کې د کمال خان بند شل اوریزې سیالۍ څخه وروسته ازادۍ رادیو سره د خبرو پرمهال وویل چې غواړي په راتلونکي نړیوال او اسیا جامونو کې د ملي لوبډلې استازیتوب وکړي.

نوموړی زیاتوي چې تر دې دمه کرکټ بورډ نه دی توانېدلی دده بدیل ومومي، په همدې خاطر چې تر څو کرکټ بورډ نوی بدیل ومومي، دی غواړي تر راتلونکو دوه یا درې کلونو ملي لوبډله کې ولوبیږي.

باید وویل شي چې حمید حسن د ایرلینډ پر وړاندې درې یو ورځنیو سیالیو کې د ملي لوبډلې سره د توپ اچونې روزونکي په حیث دنده ترسره کړې وه.

د زمبابوې پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالیو لپاره حمید حسن بیا د ملي لوبډلې د لوبغاړو په نوملړ کې شامل شوی و خو د ویزې ستونزې له کبله یې عربي اماراتو ته سفر ونشو کړای.

دا په داسې حال کې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکو سیالیو لپاره د داسې چټک توپ اچونکو په هڅه کې دی چې شاوخوا ۱۴۰ چټکتیا ولري.

حمید حسن رسنیو سره په خپلو خبرو کې زیاتوي چې روغتیایي وضعیت یې ښه دی او هیله لري په راتلونکي نړیوال جام او اسیا جام کې ولوبیږي.

د تیرې جمعې په ورځ د افغانستان کرکټ بورډ د کمال خان بند په نامه د ملي لوبغاړو ترمنځ یوازینۍ شل اوریزو سیالي ترسره کړه چې په یاده لوبه کې حمید حسن هم ګډون کړی و.

حمید حسن یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې د کرکټ کیریئر یې په پښو کې د سختو ټپونو له کبله ناهیلې او له ستونزو ډک تېر شو.

هغه د ۲۰۱۹م کال یو ورځنیو نړیوال جام کې د ملي لوبډلې سره یو ځای شوی و خو د پښو ژورو ټپونو له کبله یې سیالۍ په نیمه کې پریښودې او هېواد ته راستون شو، وروسته نوموړي له یو ورځنیو لوبو استعفا وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx