ورزش

د کرکټ افسانوي لوبغاړی سچن ټنډولکر په کرونا اخته شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ وری، ۱۴۰۰ل): د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړی سچن ټنډولکر په کرونا ویروس اخته شوی دی.

د کرکټ په نړۍ کې افسانوي لوبغاړي ټنډولکر په خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی چې نوموړی په کرونا اخته شوی او تر دې دمه خفیف علامات لري.

هغه ویلي، زماد کوویډ-۱۹ ناروغۍ معاینات شوي او د ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره ټول اړین ګامونه پورته کوم، له ازموینې او کوچنیو نښو وروسته نن زما معاینات مثبت راغلي».

ټنډولکر په تېره نږدې کې په هندوستان کې په یوه تجارتي سیالیو کې «د کرکټ افسانویان» په نوم سیالیو کې ګډون کړی و.

سچن ټنډولکر په ۲۰۱۳م کال کې له ۲۴ کاله کیرئیر وروسته نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه، نوموړي په نړیوالو لوبو کې ۱۰۰ سلیزې وهلې دي.

باید وویل شي چې هندوستان په نړۍ کې یو له لومړیو دریو هېوادونو څخه دی چې د کرونا زیاتې مثبتې پېښې په کې ثبت شوي دي. د راپورونو له مخې هند کې په تېرو څلورویشت ساعتونو له ۶۲ زرو زیاتې پېښې ثبت او ۲۹۱ کسان مړه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx