نړۍ

ميانمار: پوځيانو په يوه ورځ کې لسګونه لاريونوال وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ وری، ۱۴۰۰ل): د ميانمار کودتاچي رژيم عسکرو په يوه ورځ په ګڼو ښارونو کې لسګونه لاريونوال وژلي او ګڼ نور يې ټپيان کړي دي.

نن په ميانمار کې د وسله‌والو ځواکونو د نمانځنې ورځ وه او يو ځل بيا لاريونوالو په ينګون او نورو ښارونو کې د پوځي کودتا پر خلاف مظاهرې پيل کړې وې، چې د پوځيانو په ډزو کې ګڼ شمېر لاريونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د رپوټونو له مخې لږ تر لږه ۸۹ کسان وژلي شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

د پوځي کودتا مشر مِن آنګ هلينګ نن د ميانمار ولس ته د ټلويزوني وينا پر مهال وويل،چې دی به د ديموکراسۍ ملاتړ او ساتنه کوي، نوموړي د ټاکنو ترسره کولو ژمنه وکړه، خو نېټه يې ونه ښوده.

د پوځي کودتا مشر مِن آنګ هلينګ

د تېرې فبرورۍ په لومړۍ نېټه، چې له پوځي کودتا وروسته د لاريونوالو د ځپلو او له منځه وړلو لړۍ روانه ده، تر اوسه د پوځ په ډزو کې ۳۲۰ تنه وژل شوي او نننۍ ورځ تر ټولو خونړۍ بلل شوې ده.

پر حکومتي ټلويزون خلکو ته خبرداری ورکړل شوی و، چې له پخوانيو مړو عبرت واخلي او شونې ده، چې د پوځ له لوري په شا او سر مرمۍ وخوري.

خو د کودتاچي رژيم د سخت خبرداري سربېره هم په ګڼو ښارونو کې خلک نن شنبه مظاهرو ته راوتلي وو.

د ينګون سربېره په ډېرو ښارونو کې ګڼ شمېر پوليس او پوځيان د لاريونوالو د مخنيوي لپاره په واټونو او سړکونو ځای پر ځای شوي وو.

تر اوسه د وژل شوو کسانو کره شمېر معلومول ستونزمن بلل شوي، خو د رسنيو د رپوټونو له مخې په ۲۸ ځايونو کې د درې ماشومانو سربېره ۸۹ کسان وژل شوي دي.

اې ايف پي خبري اژانس د ځايي خبريالانو په حواله ويلي، چې په شمال ختيځ لاشيو ښار کې پوليسو پر لاريونوالو د اوښکو بهوونکي ګاز او ربړي مرميو پر ځای د ټوپکو اصلي ګولۍ کارولي دي.

د پوځي کودتا ضد يوه سياسي ګوند وياند ډاکټر ساسا رویټرز خبري اژانس ته ويلي، چې وسله‌والو ځواکونو لپاره د شرم خبره ده، چې له ۳۰۰ زیاتو بې ګناه خلکو له وژلو وروسته هم د وسله‌والو ځواکونو ورځ نمانځي.

د پوځي کودتا مشر آنګ هلينګ نن خپل ولس ته د ټلويزوني وينا پر مهال وويل، چې پوځ د جمهوريت ملاتړ او ساتنه کوي او د پوځي کودتا لامل يې د پخوانۍ ډيموکراټې ټاکل شوې مشرې آنګ سان سوچي او د هغې د ګوند «ناقانونه ګامونه» بللي دي.

د ميانمار پوځ د وسله‌والو ځواکونو ملي ورځ په ۱۹۴۵ کال کې د جاپان د يرغل پر خلاف د پوځي د مقاومت په ياد کې نمانځي.

په نورو وختونو کې د وسله‌والو ځواکونو د نمانځغونډې پر مهال د ګڼو بهرنيو هېوادونو ډيپلوماټانو او استازو هم په دې پروګرام کې ګډون کاو، خو نن يوازې د روسيې د بهرينو چارو وزارت مرستيال اليکزاندر فورمن هلته ورغلی و.

مِن آنګ هلينګ ويلي، چې روسيې يې رښتينی دوست دی.

امريکا، برتانيې او اروپايي ټولنې د پوځي کودتا په غبرګون کې پر ميانمار بنديزونه لګولي، خو روسيې ورسره اړيکې غښتلې کړي دي او له ميانمار سره د پوځيانو په روزلو کې مرسته کوي او وسلې هم پرې پلوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمت الله

خداوند جل جلا له در درد شان برکت دهد به صد ها هزار مسلمانان را بی خانه ساختند تعداد شانرا کشتد و بر خی شان را مهاجر ساختند و عده شانرا بی عفت ساختند. خداوند جل جلا له انتقام مردم مظلوم مسلمان را از ایشان میگیرد دعا میکنم این بودیست های ظالم شقی و قصی القلب که روی صلح و آرامی را نبینند آتشی را یا الله در بین خود شان بیفروز که خاموش کرده نتوانند. آمین

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx