ورزش

ورځپاڼه: ریال مدرید نه غواړي رونالډو بیرته له ځان سره یوځای کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ وری، ۱۴۰۰ل): د ریال مدرید لوبډلې د خپل پخواني پرتګالي لوبغاړي کریستیانو رونالډو د لیږد دورې په راتلونکي کړکۍ کې د بیا راستنېدو په هکله پریکړه کړې ده.

په تېره نږدې کې داسې ګنګوسې وې چې ګواکې رونالډو یو وار بیا د ریال مدرید لوبډلې سره یوځای کیږي، دا په داسې حال کې چې درې کاله وړاندې رونالډو د ریال مدرید لوبډله پریښوده او ایټالوۍ لوبډلې یوونتوس سره یو ځای شو، او هلته د اروپا اتلانو لیګ جام په ګټلو بریالی نه شو.

هسپانوۍ ورځپاڼه «مارکا» نن شنبه په یوه راپور کې وایي، ریال مدرید د راتلونکې لیږد د دورې په جریان کې د ۳۶ کلن رونالډو د بیا رانېولو نظر ردوي او هغه بیا له ځان سره نه غواړي.

ورځپاڼه زیاتوي، رونالډو اوسمهال په داسې حالت کې قرار لري چې په اسانه یوونتوس نشي پریښودی او ریال مدرید هم د نوموړي لپاره مناسب ځای نه لیدل کیږي.

دغه ورځپاڼه زیاتوي، اوسمهال ریال مدرید لوبډله هڅه کوي د پاریس سان جرمان لوبډلې فرانسوی ۲۲ کلن لوبغاړی «کیلیان امباپی»، او د دورتمند لوبډلې نارویي ۲۰ کلن لوبغاړی «ایرلیند هالاند» خپل کړي.

دغه ورځپاڼه زیاتوي چې رونالډو په خپله هم غواړي خپلې پخوانۍ لوبډلې ته چیرته چې یې پنځه واره د چمپینز لیګ اتلولي ګټلي راستون شي.

له دې وړاندې د ریال مدرید لوبډلې مشر روزونکي زین الدین زیدان هم داسې څرګندونه کړې وه چې که رونالډو غواړي راستون شي دوی ورته خوښ دي.

داسې خبرونه ورکړل شوي چې په دې وروستیو کې ایټالوي لوبډله یوونتوس غواړي له رونالډو ځان خلاص کړي، نوموړی له دغې لوبډلې کلنۍ ۳۱ ملیونه یورو اخلي چې په دې کرونا ځپلي وخت کې د یادې لوبډلې خزانې ته یې سخت زیان رسولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx