افغانستان

تاجکستان سبا ته «د اسيا زړه کنفرانس» نهمې غونډې کوربه دی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۸ وری، ۱۴۰۰ل): د اسيا زړه استانبول پروسې نهمه غونډه سبا او بله ورځ «دوشنبه او سه شنبه» د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبه کې ترسره کيږي.

په دغه ناسته کې به د اسيا زړه کنفرانس د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او د يو شمېر نړيوالو ټولنو او بنسټو استازي هم ګډون وکړي.

د دغې دوه ورځنۍ ناستې موضوع د افغانستان سولې په اړه د اجماع رامنځته کول او پرمختګ ټاکل شوې ده.

د کابل حکومت د بهرنيو چارو وزارت وياند «ګران هېواد» له رسنيو سره د خبرو پر مهال منلې، چې حکومت به د دې ناستې له ګډونوالو د سولې بهير کې د همکارۍ غوښتنه وکړي.

هندي رسنيو ويلي و، چې د هند د بهرنيو چارو وزير ايس جې شنکر او د هغه پاکستانی سيال شاه محمود قریشي به هم د دغې ناستې په څنډه کې د نوي ډيلي او اسلام اباد د اړيکو سربېره د افغانستان سولې بهير کې په همکارۍ ځانګړې ليدنه وکړي، خو د هند او پاکستان حکومتونو په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د هند د بهرنيو چارو وزير ايس جې شنکر له خپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي سره

د استانبول د ناستو پروسه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال په ۲۰۱۱ کال کې د ترکيې او افغانستان په هڅو پيل شوې وه او لومړنۍ ناسته يې د ۲۰۱۲ په جون کې پلازمېنې کابل کې پيل شوې وه. هغه مهال د امريکا، روسيې، جرمني، فرانسې او استراليا سربېره د څلوېښتو دولتونو استازو په کې ګډون کړی و.

د افغانستان ګاونډيانو سربېره روسيه، هند، سعودي عربستان او متحده عربي امارات د استانبول پروسې غړيتوب لري، همدارنګه امريکا، برتانيا او اروپايي ټولنې ځينې غړي هېوادونه د دې پروسې ملاتړ کوي.

د اسيا زړه پروسې کنفرانس دا ناسته په داسې حال کې ترسره کيږي، چې د افغانستان سولې بهير کې د پخوا په پرتله ډېر پرمختګ شوی دی.

څو ورځې وړاندې د روسيې په پلازمېنې مسکو کې د افغانستان سولې بهير په اړه ځانګړې ناسته وشوه او ټاکل شوې، چې راتلونکې اپرېل مياشت هم د ترکيې په استانبول ښار کې هم د افغانستان سولې په تړاو پرېکړه کوونکې غونډه ترسره شي.

د افغان سولې په تړاو د مسکو ترویکا ناستې یوه څنډه
د افغان سولې په تړاو د مسکو ترویکا ناستې یوه څنډه

ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، طالبانو او د کابل حکومت د دې ناستې لپاره خپلې طرحې چمتو کړي او ښايي د سولې بهير ګړندی کړي او دواړه لوري د راتلونکي حکومت په اړه يوې هوکړې ته ورسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx