افغانستان

د کابل په پغمان کې د هوايي ځواک یو افسر وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ وری، ۱۴۰۰ل): د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د هوايي ځواک یو افسر د ناپېژاندو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

سیمه ییزې امنیتي سرچینې وايي، دوهم بریدمن صفت الله فقیر تیره شپه اته بجې د پغمان ولسوالۍ باغ داود سیمه کې په داسې مهال د ناپېژاندو وسله والو لخوا تر برید لاندې راغلی چې نوموړی په خپل موټر کې روان ؤ.

د سرچینې په خبره په دغه برید کې د هوايي ځواک یاد افسر ځای پرځای وژل شوی او بریدګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.

که څه هم ددې برید مسئولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی؛ خو طالبانو تردې وړاندې خبرداری ورکړی ؤ، که د کابل حکومت عسکر د ملکي خلکو په کورونو هوايي او توپچي بریدونه بند نه کړي، نو دوی به د هوايي ځواک منسوبین او د توپچي وسلو لرونکې قرارګاوې په نښه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ګنو سیمو کې د دولتي الوتکو لخوا د ملکي خلکو په کورونو او عامه ځایونو هوايي او توپچي بریدونه زیات شوي، چې ورسره د ملکي تلفاتو کچه هم په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx