افغانستان

کورنیو چارو وزارت: هغه پولیس له دندې شړل شوی چې یوه میرمن یې په تورخم کې په لښتو وهلې وه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ وری، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د پولیسو له لیکو څخه د وهاب په نوم د هغه پولیس د شړلو خبر ورکړی، چې څه وخت کې مخکې یې په تورخم کې یوه میرمن په عام محضر کې په لښتو وهلې وه.

څو ورځې وړاندې د ټولنیزو رسنیو فعالانو یوه ویډیو نشر کړه، په کومې چې لیدل کېدل د تورخم کمیسارۍ یو پولیس عسکر یوه ناروغه میرمن چې په پښو تللی هم نه شي او پرځای ناسته په لښتو باندې وهي، کوم کار چې د فعالانو لخوا سخت وغندل شو او له امله یې د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخیل او کورنیو چارو وزارت هم غبرګون ښودلو ته مجبوره شول.

هغه ویډیو تاسو دلته کتلای شئ

که څه هم د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخیل دا ویډیو پخوانۍ وبلله او ګواکې دده له واکمنۍ څخه مخکې یعنې د دفاع وزارت د پخواني مرستیال او دامهال قطر کې د افغانستان سفیر شاه محمود میاخیل په وخت کې شوې ده؛ خو د کورنیو چارو وزارت په تازه اقدام ددغه پولیس د نیولو خبر ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي: «په تورخم کې د پولیسو لخوا د یوې میرمنې د وهل کېدو ویډیو وڅېړل شوه او د وهاب په نوم هغه پولیس چې دا کار یې ترسره کړی ؤ، د نورو مجازاتو ترڅنګ له نظام نه ویستل شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پلازمینې کابل، کندهار، هرات او ګڼو ولایاتو څخه د پولیسو له لوري خلکو او په ځانګړې توګه مسافرو او موټر چلوونکو سره د ناوړه چلند شکایتونه په زیاتېدو دي.

تیره اونۍ هم د زابل ولایت مرکز کلات اړوند «نورک» سیمه کې پولیسو د بار وړونکو موټرو یو چلوونکی له دې امله په ډزو ووژلو چې هغوی ته یې د غیر قانوني پیسو له ورکولو څخه انکار کړی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

هغه ظالم جاهل باید حتمي محاکمه شي ! نن یې مصنوعي وشاړه او بله ورځ به یې بیا مقررکړي

دوکتور غروال

ای پتنګ جانه ډیر ساده توب لری او وائي چی هغه ظالم جاهل باید حتمی محاکمه شی ، په چا ئي محاکمه کوی ؟؟؟ افغان ملت بالخصوص میرمنی اوس دداسی جاهلو ظالمو د اساسی قانون؟؟ یا د اسلام شعاراویا د ډالرو شعار لپاره دداسی وحشتونو سره مخامخ کړی دی ایا تاسو د طالبانو ویدیوګانی ندی لیدلی چی میرمنی د اسلام شعار لاندی په لښتو په ډیر وحشت سره وهی ، بلی ملت باید دداسی وحشیانو او خارجی کرایه شوو مزدورانو له خوا نجات پیدا کړی او ملت د ابرو او عزت ډک ژوند خاوندان شی او داسی نسبی د ژوند… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx