شعـــــرونه

یو ملنګ دی او بې واره اوښکې شیندي/ تړون

سميع الله تړون

یو ملنګ دی او بې واره اوښکې شیندي
خدای خبر د څه لپاره اوښکې شیندي

دا غریب د بېګانۍ چاپې یتیم دی
وایي پلاره پلاره پلاره اوښکې شیندي

وچکالي ده هدیرو کې ګلان نشته
یوه مور ځي تر مزاره اوښکې شیندي

اوس د کلي په ښادیو کې شور نشته
اوس د کلي سندرماره اوښکې شیندي

نن مې سترګې له ډیر درده وچې شوي
نن مې سترګو ته هنداره اوښکې شیندي

په وطن یي راته سرې وینې کرلي
دا وطن له وطنجاره اوښکې شیندي

پسرلی شي خو ګلاب مې راشنه نه شي
له خزان که له بهاره اوښکې شیندي

سوله هو بهو زما رنځوره مور ده
په وږه راته بیماره اوښکې شیندي

خوار تړون چی غزل لیکي دا يي حال وي
په کرار کرار کراره اوښکې شیندي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx