افغانستان

طالبانو د ملکي تلفاتو د «مستند» کولو لپاره یوناما او د رسنیو مسئولینو ته بلنه ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ وری، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت او امریکايي ګډو عسکرو لخوا په خوست، بادغیس، فراه ه، هلمند او ګڼو نورو ولایاتو کې د ملکي خلکو په کورونو د چاپو او هوايي بریدونو له امله د رامنځته شوې پراخې ملکي مرګ ژوبلې د مستند کولو لپاره طالبانو د ملګرو ملتونو او بشري حقوقو استازو او د رسنیو مسئولینو ته بلنه ورکړې ده.

په هغه خبرپاڼه کې چې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکي اسیا ته هم رالیږل شوې، په تیرو څو ورځو کې په پرلپسې توګه د کابل حکومت ضربتي او کمانډو عسکرو لخوا چې امریکايي الوتکې یې ملتیا کوي، د خوست په صبریو ولسوالیو کې د عملیاتو او «جنایاتو» په لړ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۲۰ ملکیانو د «شهیدانولو» او ګڼو نو د ټپي کېدو او دغه راز د هلمند ولایت په سنګین، د بادغیس په مقر ولسوالۍ کې د ګڼو ملکي خلکو د وژلو، د هغوی د کورونو نړولو او مالونو «چور» او «چپاول» پېښې د بیلګې په توګه یادې شوي، چې په خبره یې دوی یې وخت په وخت مستند راپورونه هم رسنیز کړي دي.

طالبانو د کابل حکومت د عسکرو لخوا د دا ډول«وحشت» د غندلو ترڅنګ له «جنایتکارانو» څخه د غچ اخیستلو ترڅګ په ټولو بشري او حقوقي سازمانونو او ټولنو غږ کړی چې ددغو بشري جنایاتو په وړاندې خپل دریځ څرګند او مسئولیت اداء کړي.

داچې د څو ورځو په تیرېدو لاهم افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي معاونیت«یوناما» په دې هکله غبرګون نه دی ښودلی او نه هم کورنیو رسنیو دغو پېښو ته رسنیز پوښښ ورکړی، طالبانو یوناما او د کورنیو رسنیو استازو ته بلنه ورکړې، چې اغیزمنو سیمو ته ورشي او د ملکي تلفاتو مستند کولو او راپور ورکولو سره د ملکي خلکو له وژلو څخه پرده پورته کړي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د سولې بهیر له چټکتیا سره همهاله د کابل حکومت عسکرو لخوا د ملکي خلکو په کورونو  او عامه ځایونو توپچي او هوايي بریدونه زیات شوي، چې له امله یې ملکي تلفات د بل هر وخت په پرتله زیات شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x