افغانستان

ننګرهار کې د نښتې پرمهال ۵ اربکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ وری، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې له طالبانو د نښتې پرمهال ۵ اربکیان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

دا پېښه تیره شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ په «کمبو» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي هم دغه پېښه تاییدوي؛ خو د اووښتو تلفاتو په هکله بې خبري ښيي.

د برید مسئولیت طالبانو منلی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، په یاده پوسته یې ځکه برید کړی چې ملکي خلک یې ځورول

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تردې وړاندې خبرداری ورکړی ؤ، که د کابل حکومت عسکر د ملکي خلکو په کورونو هوايي او توپچي بریدونه بند نه کړي، نو دوی به د هوايي ځواک منسوبین او د توپچي وسلو لرونکې قرارګاوې په نښه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x