افغانستان

خوست ښار کې بمي چاودنې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ وری، ۱۴۰۰ل): د خوست ولایت په مرکز کې د بمي چاودنې له امله لږ تر لږه د ۱۴ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

دا چاودنه نن ماسپښين یوه بجه د خوست ښار مجاهد څلور لارې ته څېرمه په یو موټر سایکل کې د ځای پرځا ی شوو چاودونو له امله رامنځته شوې ده.

د خوست د ملکي او خصوصي روغتونونو څخه ترلاسه شوي معلومات په ډاګه کوي چې تراوسه یو جسد او ۱۳ ټپیان هلته انتقال شوي دي.

ویل کیږي دا چاودنه هغې غونډې ته څېرمه شوې، چې د جمهوریت په پلوۍ د خوست مرکزي لوبغالي رابلل شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x