نړۍ

دسویس هیواد ددښتول شویو کسانو نوی ویډیو خپره شوه

This image shows what is believed to be a Swiss couple, abducted by the Pakistani Taliban in Baluchistan, Pakistan, in July this year, taken from a militant video that emerged October 25, 2011.نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۶) دوه سویس هیواد دوه کسه  اتباع چی  یو یی نارینه اوبله ښځه ده له نن څخه څومیاشتی مخکی دپاکستاني طالبانو لوري دبلوچستان ایالت لورالایی سیمی څخه تښتول شوی وو، چی وروسته پاکستاني طالبانو دنوموړیو کسانو په تبادله کی دډاکټرعافیه دخوشي کولو غوښتنه کړی وه، تیره ورځ یی یوه نوی ویډیو ښکاره شوه، په دغه ويدیو کی دواړه کسانو یوه انګریزي ورځپاڼه په لاس کی نیولي ده چی ورباندی دسپټمبر ۱۵ سمه ۲۰۱۱ کال نیټه لیکل شوی ده.

دواړه کسان په ټیټ اواز سره  په جرمني ژبه خبري کوی، له پاکستانی چارواکو  اود خپل هیواد له حکومت څخه غوښتنه لري چی ددوی دژوند دژغورلو لپاره دی دوسلوالو طالبانو غوښتنه ومني.

دغه ویډیو پریو ټیوب باندي دپاکستانی سیاسي مفکرینو یوی ډلي له لوری نشر شوی ده، خو نور تفصیل نه ده ورکول شوی چی دغه ویډیو له کومه ځایه اوڅرنګه ترلاسه شوی ده، په ویډیو کي څلور تنه وسلوال هم ښکاري چی دتښتول شویو کسانو وسرونوته یی کلاشنکوفونه نیولی دي.

په پاکستان کی دي وروستیو کی ځینی ډلی دخپلو نیول شویو ملګرو اوهمدارنګه دپیسوپه مقابل کی دخلګو  تښتولو باندی لاس پوری کړی دي، دروان کال داګست په میاشت کی هم یو امریکایی قراردادي (وارن وینسټن) دلاهور له ښار څخه دنامالومو وسلوالو له لوري وتښتول شو، چی له تښتوني څخه دوی اونی وروسته یی یو وار دخوشي کیدلو خبرونه خپاره شول خو وروسته بیرته دپاکستان حکومت اوامریکایانو له لوري دغه خبرونه ناسم وبلل شول.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x