نړۍ

په ۲۰۲۰ کې اروپا ته د رسېدلو کډوالو شمېر لږ او په لاره کې د مړو شوو شمېر زيات و

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۸ وری، ۱۴۰۰ل): ملګرو ملتونو ويلي، په تېر ۲۰۲۰ کال کې اروپا ته د پناه اخيستو په موخه د رسېدونکو ناقانونه کډوالو شمېر د پخوا په پرتله لږ و، خو له سمندري لاريو د تلونکو مسافرو د مړو شوو او نادرکو کسانو شمېر تر هېښوونکې کچې زيات و.

د کډوالۍ لپاره د ملګرو ملتونو نړيوالې ادارې «IOM» په خپل تازه رپوټ کې ويلي، چې اروپا کې د پناه اخيستو په موخه د خپلو هېوادونو پرېښودونکو مسافرو په لارو کې د مړو شوو هغو پېژندنه ستونزمنه وي او پلټنه يې هم ناشونې وي.

اسوشيټیډ پريس خبري اژانس په خپل رپوټ کې ويلي، چې په غیر منظمه او ناقانونه توګه د خپل هېواد پرېښودنکو له ډلې ۹۳،۰۰۰ زره کډوال اروپا ته رسېدلي، چې په دوی کې ۹۲ سلنه له افريقا د هسپانيا کنيهرې جزيرې له لارې تللي دي.

له سمندري لارو اروپايي هېوادونو ته سفر ډېر سخت او مرګونی دی، ملګرو ملتونو په خپل تازه رپوټ کې ويلي، چې يوازې تېر ۲۰۲۰ کال کې د سمندري سفرونو پر مهال په لارو کې۲۳۰۰ کسان مړه شوي او يا هم نادرکه دي.
خو ملګرو ملتونو ويلي، چې په لارو کې د مړو شوو او نادرکو کسانو د څېړنې پروژه لا هم نه ده بشپړه شوې او کار پرې روان دی.

د رپوټ له مخې ډېرې بېړۍ په لارو کې ډوبې شوي، چې بيا نه د بېړۍ درک لګېدلی او نه هم د مسافرو کډوالو.
د کډوالۍ نړيواله اداره وايي، د تېر ۲۰۲۰ کال پر مهال په بحرالکاهل او روم بحيره کې لږ تر لږه ۱۹ بېړۍ ډوبې شوي، چې دوی ته يې وروسته معلومات شوي او په دې بېړيو کې ۵۷۱ کسان سپاره وو.

د کډوالۍ نړيوالې ادارې په رپوټ کې راغلي، چې د داسې پېښو پخلی ستونزمن وي؛ ځکه په دې اړه معلومات راټول هم سخت وي او له دې ښکاري، چې له سمندري لارو اروپا ته د تلونکو کډوالو مړينه تر هغه ډېره لوړه ده، چې دوی ته يې معلومات رسېدلي وي.

رپوټ زياتوي، چې په سمندري لارو کې د مړو شوو کډوالو د شمېر زياتېدو اندېښنه هغه مهال دوی ته پيدا شوه، چې د يوې ډوبې شوې بېړۍ له دوو خوندي پاتې شوو کسانو سره رسنيو مرکه وکړه.

دغو دواړو کسانو رسنيو ته ويلي و، چې د افريقا له لارې د هسپانيا کنهيري جزيرې ته تلونکې بېړۍ له دوو اونيو ستونزمن مزل وروسته په لاره کې ډوبه شوه، چې له شلو زيات کسان په کې سپاره وو او دوی دوه تنه په کې ژوندي پاتې شوي وو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx