افغانستان

د هرات-کندهار پر لویه لاره ترافیکي پېښې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ وری، ۱۴۰۰ل): د هرات او کندهار پر لویه لاره یوه سخته ترافیکي پېښه رامنځته شوې چې له کبله یې لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي او له لسو زیات نور ټپیان دي.

د هرات روغتیایي چارواکو رسنیو ته ویلي چې پېښه مازدیګر شاوخوا ۴ نیمې بجې د هرات-کندهار پر لویه لاره ددغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ شینډنډ سیمه کې رامنځته شوې ده.

د دوی په وینا، د مسافر وړونکو خاور ۴۰۴ موټر ټکر کړی چې په خواشینۍ سره شپږ تنه په کې وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي، چې روغتون ته راوړل شوي، جلالي زیاتوي، په ټپیانو کې ټول نارینه دي چې احتمالا ایران ته تلل».

د یادې پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د هېواد په شاوخوا کې دا ډول پېښې د خراس سړک، موټر چلونکو بې احتیاطي او چټکتیا له کبله رامنځته کیږي.

د هرات-کندهار لویه لاره چې لویدیز له سویلي او مرکزي ولایتونو سره وصلوي، له دې وړاندې هم د داسې مرګونو پېښو شاهد دی چې له کبله یې لسګونه هېوادوالو ته مرګ ژوبله رسیږي.

د روان کال په جنوري میاشت کې پر دغه لاره د ۳۰۳ بس خاور موټر او ټیلر ترمنځ ټکر وشو چې له کبله یې ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله رامنځته شوې وه.

افغانستان کې د یو شمېر نورو کړکیچونو او ستونزو سربېره پر بېلا بېلو لارو ترافیکي پېښې په پراخه کچه رامنځته کیږي، چې په ورځني ډول د لسګونه کسانو د مړه کېدو او ټپي کېدو لامل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx