افغانستان

طالبان: د پکتیکا په ارګون کې برید زموږ کار نه دی

نن ټکی آسیا(سه شنبه، چنګاښ ۲۴مه، ۱۳۹۳): نن له غرمې مخکې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالي کې په یوه چاودنه کې نږدې څلويښت تنه مړه او ګڼ نور ټپیان شول.
د ارګون ولسوال محمد رضا خروټي د برید پخلی کړی دی اويلي يې دي چې د پېښې ټول قربانیان عام وګړي دي.
د دوی په خبره چاودېدونکي توکي په یوه موټر کې ځای پرځای شوي و چې له ګڼې ګوڼې په ډکه ساحه کې چاودنه ورکړل شوه.
طالبانو دغه برید غندلی دی او ويلي يې دي چې «دښمن د مختلفو دسیسو په کار اچولو سره دمجاهدينو دبدنامولو هڅې کوي، امکان لري چې د پکتيکا د ارګون د نن ورځې پيښه هم مجاهدينو ته منسوب کړي.»
طالبانو د وژل شویو له کورنیو سره خواخوږي ښکاره کړې ده او ویلي يې دي چې دوی به د پېښې پلټڼه کوي. ځینې مبصرین پر دې اند دي چې دغسې چاودنې سیاسي اهداف لرونکې وي او عاملین يې غواړي په هېواد کې د روانو ناندریزو سیاسي حالاتو څخه عامه ذهنیت په بله کړي.
د طالبانو له خوا نن ټکی آسیا ته رالېږل شوې خبرپاڼه د موضوع د اهمیت له مخې تاسې ته کټ مټ خپروو:


د پکتيکا په ارګون کې انفحار د اسلامي امارت دمجاهدينو کار نه دی


نن غرمه مهال د پکتيکا ولايت ارګون په بازار کې د درانه انفجار له امله چې په کوم مارکيټ کې دننه تر سره شوي زموږ له شلو ډير ملکي هېوادوال شهيدان او په لسهاوو نور ټپيان دي، ويل کيږي چې په پيښه کې په لسګونه دوکانونه هم ويجاړ شوي او خلکوته زیانونه اوښتی دی.

د دې پيښې واقعيت خو به د تحقيقاتو او پلټنو څخه وروسته لا ښه څرګند شي، خو يوڅه چې موږ يې په صراحت اعلان وو دادي چې داپيښه د اسلامي امارت دمجاهدينو کار نه دی، نه مجاهدين دغه راز اعمال کوي او نه هم په داسې کار سره مجاهدينو ته کومه ګټه رسيږي، برعکس د ولسي خلکو ژوند ساتل او ورته پام کول د اسلامي امارت اوصولي دريځ او مکلفيت دی، موږ له خپله لوري دغه پيښه غندو، د تلفاتو او زیانونو په اړولو سخت خواشيني يو، له مصابينو او متضررينو سره خواخوږي ښيو او ژمنه کوو چې تر خپله وسه به د پيښې په اړه تحقيات او پلټنه هم وکړو.

څرنګه چې دښمن د مختلفو دسیسو په کار اچولو سره دمجاهدينو دبدنامولو هڅې کوي، امکان لري چې د پکتيکا د ارګون د نن ورځې پيښه هم مجاهدينو ته منسوب کړي.

بناء موږ هېوادوالو او رسنيو ته په ډاګه کوو چې دغه کار د اسلامي امارت د مجاهدينو نه ده اونه هم مسئولين د دغه راز عمل د ترسره کولو اجازه ورکوي، په دې اړه بايد ټول ډاډه ووسي.


ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی

۱۴۳۵/۹/۱۷هـ ق

۱۳۹۳/۴/۲۴هـ ش ـــ 2014/7/15م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیف اللہ منصور

زما په فکر داکار اربکیانو دتش په نوم ملي امنیت په مرسته ترسره کړیدی

ام

الله ج دي عاملین تباه او برباد كري له دي كار سره

Ayob

مونږ له طالبانو ورونو څخه غواړو چي ددي پيښي عاملين ژرتر ژره پيدا او د افغانستان مظلوم ملت ته دا څرگنده کړي چي داسي پيښي مونږ نه بلکه نور کسان دي
او د شريعت له مخي په عام مظهر کي مجازات کړي
د کرزي په حکومت مو باور نسته چي پيدا او بيا يي مجاږات کړي ځکه که هر يو ته يي رشوت ورکړ نو ظالم به ازاد او مظلوم به مجازات وي

اتل

که چیري طالبان وای چې په دې کې زموږ لاس نه شته او نه مونږ داسي کړنې تر سره کوو له دینه یوه ورځ مخکې په سروزه کې چا چاودنه کړه اسلامي امارت څخه زموږ غوښتنه چې نور دخداي لپاره عام وګړي مه تبا کوئ او له وړوکو هلکانو څخه دفدايي حملې کولو کار مه اخلئ ځکه چې هغه نه پوهیږي مسولین يې تاسو یاست

محمدعاصم

سلامونه وروڼو،

اگر باران آبي
اگر نشد للمي

په دې مملكت كې هر څوك پوهيږي چې وژل څوك كوي، نور غلطو تفسيرونو ته اړتيا نشته ده. دا ټولې وژنې هغه كسان كوي چې ټوپكونه يې پر اوږو دي، بمونه، الوتكي، ټانكونه …… لري.
موږ بيا دا وايو چې:
اللهم سلّط الظالمين بالظالمين، و اخرجنا من بينهم سالمين.
آمين يا رب العلمين

افغان ځلمی

اتل وروره ، دا یو کار خو می خوښیږی چه استعمار د میدیا د پاره داسی غیر مسلکی خلک خوش کړی چه هغه خپلی خپلی خبری یی رسوا کوی ، که تاسی خپلواک وی نو د عاصم او ایوب ورونو په شان دلایل به دی لیکلی وی الله دی درته د شی لیاری هدایت وکړی

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x