
انس حقاني: خوست کې د ملکیانو «شهیدانول» بشري جنایت دی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ وری، ۱۴۰۰ل): د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړي انس حقاني د کمپاین او امریکايي عسکرو لخوا په خوست کې د ښځو او ماشومانو «شهیدانولو» پېښه په کلکه غندلې او دا کار یې بشري جنایت بللی دی.
انس حقاني په یو ټویټ کې ویلي، چې د خوست په زړه بوږنوونکې پېښې د بشري حقونو او بیان د آزادۍ د مدافعینو چوپتیا حیرانوونکې بللې او زیاته کړې یې ده چې په دارنګه پېښو خاموشي اختیارول د انسان ضمیر ته زیان رسوي.
It is unfortunate that human rights activists & advocates of freedom of expression are silent in this difficult & heartbreaking situation.The silence on such tragic events hurts the human conscience.2/2
— Anas Haqqani (@AnasHaqqani313) March 28, 2021
باید وویل شي چې له تیرو څلورو ورځو راهیسې د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د کمپاین په نوم ضربتي عسکرو چې امریکايي عسکر یې له هوا څخه ملاتړ کوي، د ولسي خلکو په کورونو چاپه اچولې، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۱۷ تنه «شهیدان» کړي، ګڼ نور ټپیان او لسګونه دوکانونه او کورونه یې چور او ویجاړ کړي دي.
محترم حقانی صاحب نن په دنیاکی هغه بی ایمانی اوظلم روان دۍ چه هیڅ وخت موږنه وولیدلۍ شایدپه فلستین،مصر،سوریه اونوروملکوکی ووخوموږځنی ناخبره وو،یوناما،بشری حقوق ،دبیان آزادی اوزموږملحد حکومت دامریکا تراحکامولاندی دی هیڅکله دنیاته نه ښکاره کوی چه موږدونه ظالمان یوکه یوڅوک حقیقت ښکاره کی دستی یی وژنی بیله جهاده بله چاره نسته الله په قرآنکریم کی فرمایی:که کفاپرتعهدنه دریږی جنګ ورسره وکۍ نه پوهیږم چه طالبان وروڼه ولی ددی ظلموپه مقابل کی دکفاروپه مقابل کی چپ ناست دی عکسلعمل نه ښکاره کوی.په احترام عبدالواحداڅګزۍ
اڅکزی صاحب ستاسی احساسات په ځای دی زه هم ورته فکر کوم چه اشغلګر د سولی په ژبه نه پوهیږی د زور ژبه او د استشهادی بریدو اړه ده پرون به روسانو ویلو د ( الله اکبر ) د وسلی ضد نه لرو او نن امریکایان د استشهادی بریدو څخه په تنګ راغلی ضد وسله یی نه لری. خیر ، د می پوری ۳۰ ورځی پاتی دی دا به هم پوره شی مسلمانان وعده خلافی نه کوی د وعدی وخت یی د می میاشتی تر اول تاریخ ټاکل شوی دا دوه کاله تیر شول دا دیرش ورځی به هم په… نور لوستل »
طالبانو خوست بمی چاودنی کړی او حکومت بیا ملکی خلک بمبارد کړی. #######. الله دی دواړه هم طالبان او هم حکومت ورک کړی تر څو ولس او خلګ آرامه ژوند وکړی.
الله دي تا کاذب او دروغجن ورک کړې چه پرته له بهتانه ٗ بل دی زده نه دې . هر چیری لکه ۔۔۔۔۔ خوله اچوی ٗ خو د شیخ غبدالحکیم او ستانکزې صاحب په ویدیو ئې وینا غلی ئې او تبصره نه لیکي . او سبب دا ده چه هلته طالب مشران په زغرده د اشغالګرو ماته او د غلامانو ٗ غلامې او د خپل د جهاد ثمره چه اسلامې نظام ده یاده ونه کوې ۔ د تا په شان هغه غلامان چه هلته ناست دي ٗ خوله نه ښوروې ٗ خو چه لری شې بیا ## .