افغانستان

خوست کې د ولسي وګړو وژنې ته غبرګونونه: حکومتي ځواکونه دې له «جنګي جرمونو» لاس واخلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ وری، ۱۴۰۰ل): درې ورځې کېږي، چې د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د کمپاین عسکرو له لوري عملیات روان دي، چې له امله یې تر شلو پورې ولسي وګړي، چې ماشومان او ښځې هم پکې شته؛ وژل شوي او ټپيان دي.

په ټولنیزو رسنیو دې پېښې توند غبرګونونه راپارولي او حکومت تورن شوی، چې ځواکونه یې په جنګي جرمونو ککړ دي او پر ولسي وګړو رحم نه لري.

د کابل حکومت پخواني مشر «حامد کرزي» په صبریو ولسوالۍ  کې  د حکومتي ځواکونو عملیات غندلي، او پر حکومت یې غږ کړی، چې د یادې پېښې څېړنه وکړي.

د ماليې پخواني وزیر او د افغانستان د نجات حرکت مشر «عمر زاخیلوال» په صبریو ولسوالۍ کې د حکومتي عسکرو له لوري د ولسي وګړو وژل کېدل «جنګي جنایت» بللی او  پر حکومت یې غږ کړی چې ولسي وګړو ته دې مصئونیت ورکړي او د غیرمسئولو عملیاتو پلټنې دې وکړي.

دغه عملیات چې ویل کېږي لا هم روان دي، په ټولنیزو رسنیو یې د مخنیوي په پار کمپاینونه چلول شوي او فعالانو د بشري حقونو بنسټونه او حکومتي چارواکي په خپلو لیکنو کې راننګولي چې ددې ډول جرمونو مخه ونیسي او پلټنې وکړي.

طالبانو د یوې اعلامیې له لارې دې پېښې ته توند غبرګون ښودلی او له کمپاین عسکرو څخه د غچ اخیستلو ګواښ یې کړی.

کمپاین عسکر چې د «خوست د ساتنې ځواک» په نامه هم یادېږي، ویل کېږي د امریکایي استخباراتو ملاتړ له ځانه سره لري او تر دې وړاندې هم په جنګي جرمونو کې ککړ بلل  شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترين

یو د بله بدتر یاست د‌الله په قهر اخته سی چې د مظلوم ملت درنه خلاص سي

سرفراز

دکمپیاین غلامی منفورې او پوډری ملیشی باید منحل او هر غړی یی په آبدی بند باید محکوم او زندان ته واچول شی او دکابل آدارې دغلامانو سره باید په یوه علنی محاکمه کی ددی ټولو ظلمونو حساب وشی تر څو دنورو دعبرت سبب شی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx