افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان قضیه نظامي حل نه لري، افغانان دې سیاسي جوړجاړی وکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۰ل):د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «انتوني بلینکن» وایي، د افغانستان شخړه نظامي حل نه لري، نو ځکه باید د سیاسي جوړجاړي لپاره هڅې وشي او افغانان په خپلو منځو کې یوې هوکړې ته ورسېږي.

بلینکن د امریکا له تلویزوني شبکې «سي اېن اېن» سره په خپله تازه مرکه کې ویلي «هر څوک پوهېږي، چې د افغانستان شخړه نظامي حل نه لري، نو هلته باید یو سیاسي جوړجاړی  وشي، داسې سیاسي جوړجاړی چې د افغانانو تر منځ په تفاهم رامنځته شوی وي.»

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې له طالبانو او حکومت سره په خبرو بوخت دی او ټول تمرکز یې په ډيپلوماټیکي هڅو دی، تر څو حکومت، طالبان، سیمه ییز  هیوادونه او هغه هیوادونه چې ګټې یې په افغانستان کې نغښتي دي؛ د ترکیې په کنفرانس کې ګډون ته وهڅوي.

د بلینکن له قوله، ملګري ملتونه په دې ناسته کې حیاتي او دایمي رول لوبوي.

د سیاسي جوړجاړي رامنځته کېدو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیلې داسې مهال دي، چې د طالبانو او حکومت تر څنګ د افغانستان ځیني ګاونډیان او د منځنۍ اسیا یو شمېر هیوادونه د افغان سولې په تړاو د ترکیې په ناسته کې  د ګډون لپاره چمتووالی نیسي.

دغه ناسته چې ښایي د راتلونکې میلادي میاشتې «اپریل» په دوران کې  د ملګرو ملتونو په وړاندیزد ترکیې په استانبول کې جوړه شي، د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې یادېږي.

بل لور ته د امریکا له لوري د پوځي حضور د دوام او یا هم د عسکرو د ایستلو په تړاو د امریکا مبهم دریځ د سولې پروسه ټکنۍ کړې ده.

د امریکا ولسمشر وايي، د دوحې له توافقنامې سره سم د می میاشتې تر پیلېدو د ټولو امریکایي   عسکرو ایستل د تخنیکي ستونزو له امله ستونزمن بریښي؛ خو امریکا به تر ډېره په افغانستان کې پاتې نه شي.

ورته مهال طالبانو بیا ګواښ کړی، که امریکایي عسکر په ټاکلې نېټه افغانستان پرېنږدې، په وړاندې به یې تونده جګړه پيل شي ، چې د ناوړه پایلو مسئولیت به یې  د امریکایي لوري په غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Not your business

You are the one behind all this headache

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx