افغانستان

هلمند کې د کمانډو عسکرو په عملیاتي قطعې د موټربم چاودنې تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۰ل): د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د کمانډو عسکرو په عملیاتي قطعې موټربم چاودنه کې لږ تر لږه ۱۸ عسکرو ته د مرګ ژوبلې اووښتو خبر ورکړل شوی دی.

دا پېښه تیره شپه ناوخته د ګرشک ولسوالۍ په «اوپاشک» سیمه کې رامنځته شوې ده.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، بیګا د شپې شاوخوا ۱۱ بجې په «اوپاشک» سیمه کې د ملي اردو او کمانډو عسکرو په ګډ مرکز په داسې مهال د موټربم چاودنه شوې، چې یاد عسکر د طالبانو پرضد د عملیاتو لپاره راغونډ شوي وو.

په دغه چاودنه کې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۴ عسکر وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي؛ خو ښايي د تلفاتو شمېره تردې هم لوړه شي، ځکه یو شمېر عسکر لاهم تر خاورو خځلو لاندې ایسار دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x