افغانستان

د جاني‌خېلو پېښه؛ زرګونو قهرېدلي لاريونوال د انصاف تر لاسه کولو لپاره د اسلام اباد پر لور روان شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۰ل): تېره يکشنبه د خیبر پښتونخوا ايالت د بنو ولسوالۍ په جاني خېلو سيمه کې د څلورو ځوانانو د وژنې پر خلاف د سيمې زرګونو کسانو د جاني‌خېلو «د پوليسو حوزې» تاڼې مخته پرلت وهلی و، د وژل شوو کسانو د قاتلينو د نيولو او محاکمې غوښتنه يې کوله، خو د چارواکو له لوري د غږ نه اورېدو له امله يې د پلازمېنې اسلام اباد پر لور لاريون پيل کړی دی.

د سيمې خلک وايي، د وژل شوو ځوانانو لپاره د انصاف تر لاسه کولو په موخه د وژل شوو ځوانانو له جسدونو سره اسلام اباد ته ځي او تر هغو به هلته وي، چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوي.

وروستي رپوټونه وايي، له څو کيلومټره سفر وروسته ټوچي سيمه کې د پوليسو او لاريونوالو تر منځ اخ و ډب شوی او پولیسو هڅه کوله، چې د لاريونوالو مخه ډب کړي، خو ويل کيږي، چې زرګونو کسانو د پوليسو له لوري کېښودل شوي موانع لرې کړل او د اسلام اباد پر لور يې مزل پيل کړی دی.

د جاني‌خيل يوه قومي مشر ملک مويد خان نن سهار رسنيو ته ويلي، چې حکومت سره يې مذاکرات ناکام شوي او د خپلو غوښتنو لپاره يې د اسلام اباد پر لور مارش پيل کړی دی.

د ملک مويد خان په وينا دوی له حکومت سره خبرو ته تيار و، اوس هم ځينې مشران هلته دي، خو پوليسو په لارو کې موانع اچولي، پر دوی يې اوښکې بهوونکی ګاز کارولی او په داسې حالت کې له حکومت سره خبرې کول ښايي ناشوني وي.

د يادونې وړ ده، چې د جاني‌خېلو څلور ځوانان «احمدالله، محمد رحيم، رضام‌ الله او عاطف» چې عمرونه يې له ۱۳ تر ۱۷ کلونو پورې وو، ۲۷ ورځې مخکې د ښکار لپاره وتلي وو، چې نادرکه شول او تېره اونۍ يې په يوه ځايي هديره کې مړي موندل شوي وو.

د سيمې خلکو او پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د يادې پېښې د غندنې په موخه په جاني‌خېلو کې له يوې اونې زيات پرلت وکړ، خو د دوی په وينا چا يې غږ نه دی اورېدلی.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزير محمود خان او يو شمېر ايالتي وزيران بنو ته رسېدلي او غواړي، چې د سيمې له خلکو سره مذاکرت وکړي.

محمود خان ويلي، جاني‌خپل غیرتي او د پاکستان وفادار خلک دي، دوی به د پېښې ژورې پلټنې وکړي او عاملين به يې د قانون منګولو ته وسپاري.

د اعلی وزير په وينا «څېړنې وخت نيسي او له همدې امله د جاني‌خېلو له درنو خلکو هيله لرو، چې خپل مړي دفن او د حکومت څېړنو پورې صبر وکړي.»

ايالتي وزيران او د سيمې يو شمېر نورو مشرانو هڅه وکړه، چې د لاريونوالو غوسه راکمه کړي او اسلام اباد ته له تګ يې منعه کړي، خو دوی په خپلو هڅو کې ناکام شول.

د سيمې يو شمېر علماوو د وژل شوو ځوانانو له کورنيو غوښتي وو، چې د اسلام د احکامو له مخې بايد خپل مړي دفن کړي، خو دوی هم په خپلو هڅو کې ناکام شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د سيمې سوداګرو، دوکاندرانو، علماوو او نورو خلکو د څلور وژل شوو ځوانانو له کورنۍ، خپلوانو او ټول جاني‌خيل قوم سره د غمرازۍ په موخه په دغه پرلت کې ګډون کړی او د پوليسو د موانعو سربېره شاواخوا لس زرو کسانو د اسلام اباد پر لور مارش پيل کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x