افغانستان

طالبانو د بادغیس د حلقوي سړک هغه لوی پُل بیرته رغولی چې حکومتي الوتکو بمبار کړی ؤ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۰ل): طالبانو په بادغیس کې د حلقوي سړک هغه لوی پُل بیرته رغولی چې یو کال مخکې حکومتي بمبار او ویجاړ کړی ؤ.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر له مخې یو کال وړاندې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د شمال د حلقوي سړک هغه لوی پُل چې د هېواد شمال او لویدیځ ولایتونه یې سره نښلول د دولتي الوتکو لخوا بمبار شو، چې د پُل ځینې برخې ونړېدې او یاده لاره د موټرو پرمخ وتړل شوه.

د دولتي عسکرو لخوا د پُل له ویجاړولو وروسته به خلکو د کښتیو په واسطه تګ راتګ کاوه، چې څو ځل دغه کښتې هم د دولتي عسکرو لخوا تر بریدونو لاندې ونیول شوې او خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه واړول.

درې اونۍ مخکې کله چې په بالامرغاب ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو محاصره کنډک له دغه ځایه ولاړل طالبانو په سیمه کې د بشپړ واک ترلاسه کولو نه وروسته ددې پُل په بیا رغولو پیل وکړ، چې تیره ورځ یې د ترافیکو پرمخ پرانیستلو.

د سیمې خلک د طالبانو له دغه اقدام څخه خوښي څرګندوي او هیله لري چې دولتي الوتکې ددوی د تګ راتګ دغه یوازینی پُل بیا بمبار نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx