افغانستان

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په خوست کې د دولتي عسکرو لخوا د ملکي تلفاتو موارد څیړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۰ل): په خوست کې د کمپاین او امریکايي عسکرو لخوا لسګونو ملکيانو ته د مرګ ژوبلې اړولو په غبرګون کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ددې پېښې د څیړلو غوښتنه وکړه.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون رئیسه شهرزاد اکبر وايي، چې دغه بنسټ په خوست ولایت د دولت پلوه ځواکونو(کمپاین عسکرو) لخوا د عملیاتو پرمهال ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې اووښتو د راپورونو د څیړلو په هڅه کې دي.

د حکومت لخوا د څېړونکي پلاوي په هکله آغلې اکبر داسې وايي: «د دولت لخوا پلاوی ګومارل کیږي؛ خو د څیړنو پایلې یې له خلکو سره نه شریکې کیږي.»

د خوست د صبریو ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي چې د کمپاین په نوم ضربتي عسکرو چې د امریکايي الوتکو ملاتړ ورسره دی، له تیرو پنځو ورځو راهیسې په یاده ولسوالۍ کې د خلکو پرضد عملیات پیل کړي، چې تردې دمه یې له شلو زیات ولسي خلک «شهیدان» کړي او ګڼ نور ټپیان دي.

په هغو انځورونو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، لیدل کیږي چې تنکي او د غیږې ماشومان په خپلو وینو لمبول شوي او ځینې بیا له خپلو میندو سره یوځای په خاورو او وینو لړل شوي دي.

دغه انځورونه او ویډیوګانې چې خورا خواشېنوونکې دي، په ټولنیزو رسنیو کې یې د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

طالبانو په خوست کې د ملکیانو وژل په کلکه غندلي او د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما)، د بشري حقونو او رسنیو استازو ته بلنه ورکړې، چې ددغو «جنایاتو» مستند کولو لپاره سیمې ته ورشي او د ملکي تلفاتو په هکله راپورونو خپرولو او پرضد یې آواز پورته کولو سره خپل مسئولیت اداء کړي.

ددې ترڅنګ پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګڼو سیاستوالو هم دغه پېښه غندلې او په عاجله توګه یې د بندلو غوښتنه کړې ده.
د مشرانو جرګې د دفاعي کمیټې مشر هاشم الکوزي هم په دغه پېښه خواشینې څرګنده کړې او داسې یې ویلي: «په خوست ولایت کې چې ملکي وګړي په شهادت رسېدلي دي. دا ډېره خواشینونکې پېښه ده.»

د یادې جرګې بل غړي جمعه الدین ګیانوال بیا وویل:«ولس به د دولت په مقابل کې هم پاڅون ته، هم لاریونونو ته او هم داسې کارونو ته مجبور شي چې بیا کنټرول به یې د دولت په وس کې نه وي.»

د سي ای اې له خوا حمايه کیدونکې ملېشې (کمپاین عسکر) چې د خوست ساتندوی ځواک باندې شهرت لري، د امريکا له خوا په افغانستان کې تر ټولو اغېزناک نظامي تشکيل بلل شوی، د بشري حقونو ټولنو له خوا پر وحشيانه او غيرقانوني کړنو تورن شوی دی. ځينې وايي چې ياد نظامي جوړښت او دوی ته ورته ملیشه یې جوړښتونه په افغانستان کې، که د زرګونو نه وي، نو لږ تر لږه د سلګونو بې ګناه خلکو د وژنې مسئولیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx