ټولنیزه برخه

راشئ له پسرلي يې زده کړو!

محمدنبي سلطاني

پسرلي درختي زرغونې کړې، سيندونه يې بهاند کړۀ، غرونه يې په شنو ونو وپوښل او صحراوې یې په ګلو فرش کړې. راشئ موږ هم په خپلو زړو کې د مينې، محبت،  يووالي، مرستې، کومک، صبر، زغم او ټيکاو تخم شين کړو.

پسرلي د اسمان پرمخ غونډۍ – غونډۍ وريځې را وستې،  د رحمت بارانونه یې وورول سمې او ويجاړې، دښتي او ښارونه، غرونه او رغونه یې د رحمت په اوبو ومینځل، راسئ موږ هم خپل کرکې او نفرتونه تعصب او بد لوزونه، زړونه او دماغونه د مينې، ورورۍ او الهي رحمت په اوبو ومينځو.

پسرلي برېښنا وپړکوله، د ژوند نغمه يې د بيدو موجوداتو په غوږو کې وږغوله، نوی روح یې په رګو کي ور پوه کړ، د ژوند په نوم يې له ژوند سره اشنا کړل، راسئ موږ هم خپل اواز پورته او سر له خلوته راوباسو، له هغو غوږو پمبې، له سترګو پردې او له خولو کیزې لرې کوو، چې د بل په اشاره د بل په غوښتنه او د بل په لارښوونه خوځيږي او حرکت کوي.

پسرلي په خپل تاند والي هرڅه له خوبه راويښ کړل، په خپل جلال سره يې د یووالي، ښکلا او خوښیو وږمې راوړې، د تور تم او تيارې ټغر  يې ټول کړ، د ژمي سوړوالى يې له منځه يووړ او هرڅه يې نوي کړل، راسئ موږ هم له هغو سترګو د نفرت تیارې لرې کوو، چې لا تیاره دي،  راسئ هغه له خوبه راويښ کړو، چې لابیده دي، راسئ هغه پر کار کو چې لا بېکاره دي، راسئ د  هغو فکرونه، ذهنونه، خيالونه او کارونه نوي کړو چې لا زاړه دي.

پسرلي د حرکت او فعاليت، د نوښت او ابتکار، د قوت او قدرت پيغام راوړ، شپې يې لنډې، ورځې یې اوږدې کړې، د ګلابونو عطر يې په هوا کې خپاره کړل، د باروتو، وينو او دودونو بوی يې له منځه یو وړ.

راسئ له دې چانسه موږ هم ګټه واخلو، خپل لرلی حرکت او فعاليت، نوښت او ابتکار، قوت او قدرت په کار واچوو، د پوهې، علم، د سیرت او بصيرت په ملتیا، د خپل شعري او نثري ځواک په مټ د ولس پر ژورو پرهارو ملهم کښېږدو، د مينې او محبت، يووالي او ورورولۍ، اتحاد او اتفاق، سولې او ټيکاو زمزمه ورته وږغوو؛ ځکه چې مينه او محبت، يووالی او ورورولي، اتحاد او اتفاق، سوله او ټيکاو نبوي سنت او بشري اړتیا ده، سوله ژوند دی، سوله مینه ده، سوله الهي تحفه ده، سوله خیر دی، سوله هستي ده، سوله مساوات دی، سوله علم دی، سوله پوهه ده او سوله د هر مرض علاج او دوا ده، چې د ولسونو تر منځ فکري آرامۍ، ذهني سوکالي،  صمیمیت، مسرت او راحت راولي.

په دې هيله

او په دې امید

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx