افغانستان

اشرف غني له تاجک ولسمشر سره پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۰ل): د کابل حکوت مشر اشرف غني د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف سره د لیدنې پرمهال ۵ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

ډاکټر محمداشرف غني نن سهار د آسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو په نهم کنفرانس کې د ګډون لپاره د تاجکستان په دوه ورځني سفر تللی دی.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی غني به په یاد کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف، لومړي وزیر او ددغه هېواد د پارلمان له رئیس سره هم وګوري او په اړونده مسائلو به خبرې وکړي.

د ارګ د تازه معلوماتو له مخې اشرف غني نن د دوشنبې په ورځ د تاجکستان پلازمینې «دوشنبې» کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف سره کتلي او له نوموړي سره په سیاسي، امنیتي، سوداګریزو، ټرانسپورټي، ټرانزیټي، انرژۍ او کلتوري برخو کې پنځه هوکړه لیکونه او یاداښتونه لاسلیک کړي دي.

ددې ترڅنګ ښاغلی غني نن د تاجکستان په ملي پوهنتون کې وینا وکړه او د یاد پوهنتون د رئیس له خوا ورته د افتخاري دوکتورا سند هم ورکړل شو.

د وینا په یوه برخه کې اشرف غني وویل، د ولسمشرۍ دورې له پوره کېدو وروسته به زه معلم شم.

د ارګ په خبره ټاکل شوې ده چې سبا د سه شنبې په ورځ به غني د آسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو په نهم کنفرانس کې برخه واخلي.

د افغانستان او ترکیې په نوښت د ۲۰۱۱میلادي کال د نومبر په دویمه جوړه شوې د آسیا زړه ـ استانبول پروسې هدف د افغانستان پر وضعیت د سیمې هېوادونو او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د خبرو او بحث زمینه برابرول دي.

لږ تر لږه ۱۵ هېوادونه ددې پروسې غړیتوب لري، ۱۷ هېوادونه او ۱۲ نړیوال بنسټونه یې له لرې څخه ملاتړ کوي.

اشرف غني په داسې مهال د تاجکستان په سفر تللی چې په کور دننه د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د سي آی اې قراردادي ملیشو(کمپاین عسکرو) لخوا د ښځو او ماشومانو په ګډون د لسګونو بې دفاع ملکیانو د وژلو له امله پر حکومت توندې نیوکې روانې دي؛ خو د کابل حکومت مشرانو په دې هکله کامله خاموشي اختیار کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x