نړۍ

بې پېلوټه الوتکه «ابابیل» د اسراییلو تر څارنې وروسته سلامته غزې ته ستنه شوې

نن ټکی آسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲۴مه ۱۳۹۳): د حماس اسلامي غورځنګ مجاهدینو په لاس جوړې شوې بې پيلوټې الوتکې د اسراییلو ښارونو ته ننوتې او د خپلې دندې د ترسره کولو وروسته سلامته غزې ته ستنه شوې.

د حماس اسلامي غورځنګ نظامي ډلې کتائب القسام پرون وویل چې د دوی څو بې پيلوټه الوتکې چې ځينې يې مزایل او راکټونه هم له ځانه سره لیږدوي، جوړې کړې دي.

د قسام له لورې یوه ویډيو خپره شوې چې په کې ښودل کیږي د دوی بې پيلوټه الوتکه د اسراییلو د دفاع وزارت د ودانۍ له پاسه ګرځي.

الجزیرې تلویزوني کانال هغه کلیپونه ترلاسه کړي چې د کتائب القسام په لاس جوړې شوې بې پېلوټه الوتکې د اسراییلو دننه ثبت کړي.

په هغه ویډيو کې چې کتائب القسام خپره کړې ځينو زراعتي ځمکې او اقتصادي ودانۍ په کې لیدل کیږي. کتائب القسام وايي چې ځينې مهمې ویډیوګانې يې له ځانه سره ساتلي دي.

اسراییلي ځواکونو پرون دوشنبه د دې ادعا وکړه چې دوی یو بې پيلوټه الوتکه غورځولې. تر دې دمخه کتائب القسام په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي و چې د دوی انجینرانو بې پيلوټه الوتکې جوړې کړي چې یوه يې په تل ابیب کې د اسراییلو د دفاع وزارت له پاسه هم ګرځېدلې.

کتائب القسام په دغو بې پيلوټه الوتکو د «ابابیل» نوم ايښې. «ابابیل» الوتکې ځينې د جاسوسۍ او ځينې او نورې يې د بریدونو لپاره استعمالیږي.

هغه ویډيوګانې چې کتائب القسام خپرې کړې په کې ښودل کیږي چې دغه بې پېلوټه الوتکې واړه مزایل هم له ځانه سره لیږدوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x