
د جانيخېلو او حکومت د خبرو له بريا وروسته لاريون پای ته ورسېد
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۰ل): د خیبر پښتونخوا ايالت په بنو ولسوالۍ کې د جانيخېلو د لاريونوالو او حکومت تر منځ د خبرو له بريا وروسته لاريون پای ته ورسېد او د څلورو واړو وژل شوو ځوانانو د خښولو پرېکړه وشوه.
د خیبر پښتونخوا ايالتي وزير کامران بنګش د حکومت او قبایلي لاريونوالو تر منځ د مذاکراتو د بريا اعلان وکړ او زياته يې کړه، چې حکومت د لاريونوالو ټولې غوښتنې منلي.
تېره يکشنبه د خیبر پښتونخوا ايالت د بنو ولسوالۍ په جاني خېلو سيمه کې د څلورو ځوانانو د وژنې پر خلاف د سيمې زرګونو کسانو د جانيخېلو تاڼې مخته پرلت وهلی و، د وژل شوو کسانو د قاتلينو د نيولو او محاکمې غوښتنه يې کوله، خو د چارواکو له لوري د غږ نه اورېدو له امله يې د پلازمېنې اسلام اباد پر لور لاريون پيل کړ.
د سيمې خلک وايي، د وژل شوو ځوانانو لپاره د انصاف تر لاسه کولو په موخه د وژل شوو ځوانانو له جسدونو سره اسلام اباد ته ځي او تر هغو به هلته وي، چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوي.
تېره ورځ زرګونو قبايلي ولسونو د انصاف تر لاسه کولو په موخه پلازمېنې اسلام اباد ته مارش پيل کړ، خو بنو ته د پښتونخوا اعلی وزير محمود خان او نور ايالتي وزيران لاړل، هلته يې د سيمې له قبایلي مشرانو سره خبرې وکړې او د مذاکراتو له بريا وروسته لاريونوالو د پرلت پای ته رسولو پرېکړه وکړه.
حکومت د څلور واړو وژل شوو ځوانانو کورنيو ته ۲۵، ۲۵ لکه کلدارو ورکولو اعلان وکړ او په جانيخېلو کې د امنيت او ثبات قايمولو لپاره يې درې مياشتې وخت غوښتی دی.
ايالتي حکومت خلکو ته ډاډ ورکړی، چې په سيمه کې به هېڅ وسلهوالې ډلې ته ځای نه ورکول کيږي.
د تېرې يکشنبې په ورځ ناوخته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين او د ملي اسامبلۍ غړی محسن دوړ د جانيخېلو په پرلت کې د ګډون لپاره بنو ته روان وو، چې د پوليسو له لوري ونيول شول او نامعلوم ځای ته لېږدول شوي وو، خو سهار بېرته خوشې شوي دي.
اعلی وزير محمود خان ويلي، چې حکومت او امنيتي ځواکونو لپاره د دې پېښې څېړل يو چيلينج دی او بايد د پېښې عاملين د قانون منګولو ته وسپارل شي.
محمود خان ويلي، جانيخېل غیرتي او د پاکستان وفادار قوم دی، دوی به د پېښې ژورې پلټنې وکړي او عاملين به يې د قانون منګولو ته وسپاري.
د اعلی وزير په وينا «څېړنې وخت نيسي او له همدې امله د جانيخېلو له درنو خلکو هيله لرو، چې خپل مړي دفن او د حکومت څېړنو پورې صبر وکړي او پرې نږدي، چې د پاکستان دښمن له دې پېښې ناوړه ګټه پورته کړي.»
د يادونې وړ ده، چې د جانيخېلو څلور ځوانان «احمدالله، محمد رحيم، رضام الله او عاطف» چې عمرونه يې له ۱۳ تر ۱۷ کلونو پورې وو، ۲۷ ورځې مخکې د ښکار لپاره وتلي وو، چې نادرکه شول او تېره اونۍ يې په يوه ځايي هديره کې مړي موندل شوي وو.

لاريونوال لا هم د بنو لېنک روډ پر ادمي سړک ولاړ دي، د خپلو مشرانو وروستي امر ته په تمه دي.
د پرلت ګډنوال وايي، دوی د خپلو مشرانو وروستي امر ته په تمه دي، که هغوی خپلو کورونو ته د ستنېدو امر وکړ، پرلتوال به بېرته په سولهييزه توګه خپلو کورونو ته ستانه شي او که د اسلام اباد پر لور د مارش امر يې وکړ، نو دوی به ټول اسلام اباد ته روان شي.
سيمه کې ګڼ شمېر پوليس او امنيتي ځواکونه ځای پر ځای شوي، د بنو پر لويه لاره موانع او خنډونه اچولي، تر څو د اسلام اباد پر لور د پرلتوالو د لاريون مخه ونيسي.
د څلورو ځوانانو کورنۍ وايي، دوی له هېچا سره دښمني نه لري، ۲۷ ورځې وړاندې، چې څلور واړه ځوانان نادرکه شول، دوی له پوليسو مرسته وغوښته، خو چا يې لاس نیوی ونه کړ او بالاخره يې د قوم په همکارۍ پرلت پیل کړ او له حکومته اوس هم غوښتنه لري، چې د وژل شوو ځوانانو قاتلين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
نو د افغانستان د اور لمبی به خامخا تر ګاونډیو پوری رسی. دلته دا اور همدغو پنجابیانو بل ساتلی کچیری دوی ټول طالبان له کوټی او پیښور څخه وباسی او د هغوی شوراګانی ړنګی کړی بیا ګوری چی سوله به څنګه نراځی.
وایی ( ما چه میګویم و تنبوره ما چه میګویند ) طوطی شاه صاحب دلته د حکومت او جانیخیلو تر منځ روغه جوړه شوی دلته د پنجابیانو څه خبره ده چه تاسی بی خلطی فیر کوی لږ موضع لوله او بیا یی په اړه یو څه لیکه کمیشن به دی نه کمیږی باور لرم چه په دی تبصره خو به هیڅ کمیشن ترلاسه نه کړی بیګاه له به څه خوری ځکی. که همدی کمیشن ته دی اړولی بیا خو د په لوږه شبپه راغله