نظــر

د سټالین په څیر؛ خپل قوم ووژنه

نظرمحمد مطمئن

د نومبر ۲۳مه ۲۰۱۹، د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر مهال د کورنیو چارو وزیر سید محمد ګلابزوی کابل کې ما (لیکوال) ته وویل:
په خوست کې مجاهدینو حملې زیاتې کړي، په ځانګړې ډول هلته د مولوي جلال الدین حقاني تر مشرې لاندي د ځدراڼو قوم مجاهدینو لخوا پر دولت فشار ورځ تر بلې زیاتیده، خوست ته ننوتلو لارو کې مجاهدینو بریدونه کول، د هغه مهال د حکومت مشر ډاکټر نجیب الله وغوښتلم چې په خوست کې عملیات وکړم، هغه ته مې وویل چې د خپل قوم د وژلو عملیات نه کوم، خو ډاکټر نجیب الله وویل:”خپل قوم داسي وځپه لکه سټالین چې په جورجیا کې خپل قوم وځاپه. ”

ما ” ګلابزوی” ورته وویل: دا کار نه کوم، او د خوست عملیاتو لپاره نه ولاړم، بلکې هڅه مې وکړه چې هغه عملیات د ۶ میاشتو لپاره وځنډول شي، تر څو په سېمه کې زموږ د قوم ټول خلک پوهیدل چې د حکومت او روسانو ګډ عملیات کیږي، هلته د دولت ضد وسلوالو سیمې بدلې، خوست ته د سلګونو ټانکونو په بدرګه کې خوراکې او اړین مواد دولتې ځواکونو ته ورسيدل، لویه جګړه ونه شوه، مرګ ژوبله هم نه وه، نه مې غوښتل چې د کورنیو چارو د وزیر په توګه خپل ځدراڼ قوم د دولتې پوځیانو په زور وځپم، مګر د ډاکټر نجیب الله لخوا فشار راباندي ډیر و، هغه به ویل چې د سټالین تګلارې ته باید ژمن پاتې شو، لومړی باید خپل قوم ښه وځپو، ځکه خو یې بیا وروسته ازبک ملیشې جوړې، پښتون میشت سيمې یې په هغوی لوټ او تالان کړي.

درې ورځې وړاندي د خوست په صبریو ولسوالي کې د سي آی اې قراردادي ځواکونه په بېدرېغه ډول، د کلي ښځې او ماشومان ووژل، ارګ یې په اړه چوپه خوله پاتې شو، رسنیو هغه وخت راپورونه خپاره کړل چې ځینې مدنې فعالانو د علي پور په قضیه کې ځینو خبریالانو ته پېغور ورکړ.

هر هغه چا چې د خپل قوم او ولس سره دښمنې کړي، هغوی سپک او ذلیل شوې، خدای ج دي دا بې لارې سیاستوال وپوهوي چې د جګړې په ځای سولې ته لیواله شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

زموږ ډیرو مکروه مشرانو ډیر ناوخته هغه ( ویران سوی ) سنګر ته پناه یووړه کومه چی لومړۍ ورځ ئې باید هغه سنګر نه وای خوشی کړی. دا به د ځان او نورو تېر ایستنه وی چی لس کاله ( می) د سټالینی زانګو ( مسکو) اوامرو ته لبیک ویلی وی او د سرې اُردو د ملاتړ په سیوری کی می خپل وطنوال وژلی وی خو اوس می د ( فرصت طلبۍ) د سماوار پر تخت د شوروی د دښمنانو د وارثینو د غړو سره د تورو او شنو چایو پیاله جنګوم. یا به زه دروغ وایم او د شوروی… نور لوستل »

دوکتور عبدالله

الله تعالی هیڅ کله ظالمانو ته هدایت نه کوي مګر دا چی له ظلم څخه لاس واخلي … اشغال ظلم دی د اشغال تر سیوری لاندې حکومت به ولی ظالم نه وی .. همدی ځنو خليثو د اسلامی جمهوریت نوم ورکړ او خبیثو ملیشو یی حمایت وکړ او نن یی هم حمایت کوی عقل. وجدان او هر څه یی له احساس او درک څخه خلاص دی.

دوکتور غروال

ګلاب زوی لاپوک دی هغه چاپلوس په تلیفونی تماس کښی کشتمند او نجیب ته اوچت جګیده ، نو دده دا دوه مخه خبری د کمونیستانوخصلت دی او دوی ته قومیت ، ملت دوه پیسو اهمیت نه درلود هغوی ته شوروی امرونه داسی مقدس وو چی حتی د خپلو اولادونو قربانی باندی ئی هم صرفه نه ورته کوله او دوی اوس ټول دامریکا ډالرو غلامان شوی دی ، د ناپوهه خلقیانو څخه پرچمیان په غلامی تکتیک کښی هوښیار تره دی او همیش ئی نور په تشریفاتی الفاظو سره کمرو څخه غورځولی دی او ډیر ژر د هر رژیم سره ډیر ژر… نور لوستل »

Farhad

جیب او اشرف غنی بی کفایته، جاهل په زورکینولی شوی ده پردی مزدوران ده قدرت تګږی دهریان بی دینه اوظالم ګوډاګیان دی چی په ډیره بیشرمی او سپین سترګی خپل غلامی او ظلم توجیه کوی. هرعاقل پدی پوهیږی چی ده دوی ترشاده چالاس او ملاتړی دی. نن امریکا غوندی زورور،سرسخت دوښمن پدی پوهیږی چی په افغانانو باندی ده دوی ده عناتو او دین خلاف په زورحکومت نشی تپلی. بلاخره صلحی او روغی ته غاړه ګدی مګر اشرف غنی ده نجیب کارمل تاریخ تکراروی. نجیب ده روس په خوله ملت قتلاوو او اشرف غنی یی ده واشینګټن په خوله خو دوی… نور لوستل »

مجاهد

غلام حضرت صاحب، ستاسی نظریات چه پرون روسانو وژلو او نن هلته ورځی شنی او سری پیالی جنګوی سره د اسلام معلوماتو له مخی توافق نه لرم او هغه دا چه : پرون کمونستی رژیم او کمونستی مشرانو زموږ په هیواد برید کړی وود برید د پاره یی زموږ خینی بی وجدانه او بی ایمانه او بیا چارواکی کړل زمونږ شیخ الحدیثانو ورسره تر هغی جهاد کولو چه د نفس مقابل جهاد کی نه وو مات شوی کله چه د نفس ( ډ‌الرو ) مقابل جهاد کی مات او په امریکایانو وپلورل شول، که د امریکایانو د پاره یی روسان… نور لوستل »

غوربندي

د ګلابزوی ژوندي ګرزېدل که هر څو هم الهي تقدیر دی اما د جهادي مشرانو په تندې یو تور داغ او پېغور دی.

ماته په دا ډول لیکنو کله کله ګران مطمین صاحب هم خلقي وشمه وبرېښي،،، ځکه د نجیب ګاو د جنایتکارې څېرې په نسبت یې له کمونست ګلابزوی څخه د نسبتا سپین چرګ جوړولو هڅه کړې….

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx